د اتصالات چیلنج کپ ولایتي سیالیو په لړ کې د غور کرکټ لوبډلې د بلخ لوبډلې څخه د اوو ویکټو په توپیر سره ماتې ومنله

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په نوښت  د ۲۴ ولایتونو ترمینځ د اتصالات چلنچ کپ سیالۍ د فرورۍ په ۱۹مه، په ننګرهار ولایت کې پیل شوې دی.

ددې سیالیو په لړ کې نن د بلخ او غور لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، ددې لوبې چې په بهسودو پله لوبغالي کې ترسره شوه، پچه د بلخ لوبډلې وګټله، خو غور ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د غور لوبډلې د ټولو لسو لوبغاړو په سوځیدو په ۲۵ اورونو کې ۹۷ منډو هدف ورکړ.
چی پکې محمد عزیز ۳۳ او اجمل ۲۳ مندې جوړې کړې، د بلخ له لوري په توپ اچوونه کې عبدالله مزاري او حلیم خان درې درې لوبغاړي وسوځول.

بلخ په ځواب کې د دریو لوبغاړو په سوځیدو په ۲۰ اورونو کې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ او لوبه یی وګټله، چی په توپوهنه کې میرویس ۵۷ او اورنګ ۲۴ ناسوځیدلې منډې د خپلې لوبډلې په ګټه وکړې.  په توپ اچوونه کې د غور له لوري عزت، شمس او اسرار احمد یو یو لوبغاړی له مخې لرې کړل.

په دغه لوبه کې عبدالله مزاري د کمو منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول او د همدې امله یی د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *