د هر هېواد او ټولنې په پيدايښت او پايښت كې علمي، فرهنگي، ملي او ټولنيز شخصيتونه بنسټيز او مهم رول لري؛ همدا عالي شخصيتونه دي چې تل يې د ځان او نورو لپاره نېكمرغي رامنځته كړې او د خپل روښانه فكر په طرز يې، چې وروسته په عمل بدل شوى، د بريا او بدلون زړي كرلي.
دوى تل خپلې ټولنې ته لويې ډالۍ وركړې دي، لكه: سوله، پرمختگ، ارامي، سوكالي، هوساينه او …
دا د لويو او نجيبو انسانانو ډالۍ وي، چې ځينې وخت د خپلې موخې او ټولنې لپاره ان له ځانه تېر شوي دي.
زموږ هېواد افغانستان هم د تاريخ په هر پړاو كې لوى او نوميالي شخصيتونه (ښځې او نارينه) په خپل غېږ كې روزلي دي؛ چې د علم او ادب، فرهنگ، سياست، ښكلو هنرونو، صنعت، علومو او فنونو په برخه كې يې خارق العاده استعدادونه لرلي دي، د دوى كار او خدمت نه يوازې خپلې ټولنې ته، بلكې د نړۍ ټولو انسانانو ته د وياړ سبب گرځېدلى دى.
ښځې د ټولنې نيمايي برخه ده، چې ځانته ځانگړى مقام او ځاى لري؛ هغه ټولنې چې د ښځو ارزښت ته درناوى نه لري، په حقيقت كې خپل نيمايي ارزښتونه زيانمنوي.
پر ټولنې حاكمو نظامونو په هره برخه كې د ښځو پر شتون سترگې پټې كړې، په دې كار سره دوى د خپلو خرافاتي نظريو له وجې د ټولنې د پرمختگ او ودې مخه نيولې او ښځه يې د خپلو لازمي حقونو څخه بې برخې كړې ده.
كه د خپل هېواد تاريخ ته لږ ځير شو نو وينو چې له ننه زرگونه كاله پخوا اريايانو، ښځو ته څومره درناوى درلود؛ نجونې او ښځې له هر پلوه د لوړ مقام خاوندانې وې، چې په نورو مدنيتونو كې يې ساري ډېر كم دي.
د اريايي دورې د بېلابېلو نظامونو حاكميت او په دې دوره كې افغانستان ته د اسلام راتگ ښځو ته لا ډېر ټولنيز حقونه وركړل او په ټولنه كې يې د دوى د رول پر ارزښت ټينگار وكړ؛ كه څه هم ځينو واكمنو هڅه كړې چې ښځې د خپلو مسلمو حقونو څخه بې برخې كړي، مگر بيا هم د تاريخ په بېلابېلو دورو (طاهريانو، سامانيانو، غزنويانو، غوريانو، سلجوقيانو، سوريانو، تيموريانو، هوتكيانو) كې ښځو خپل علمي، فرهنگي او ټولنيز دريځ ښودلى دى.
په دې دورو كې د هغو نامتو ښځو نومونه وينو چې د افغانستان په تاريخ كې په مېړانه يادېږي.
په دې ليكنه كې د هغو ښځو يادونه شوې چې په تاريخ كې يې نومونه ثبت دي.
تر اسلام نه مخكې نوميالۍ افغانې مېرمنې
١- ركسانه يا رخشانه
د پخوانۍ اريانا لومړنۍ نامتو ښځه چې د مقدوني سكندر مېرمن وه.
٢- زاچي پالوى
د پخوانۍ اريانا د ويديانو(٢٠٠٠-١٠٠٠ق.م) د زمانې شاعره وه، چې د خپل وخت له پياوړو ښځو څخه وه.
٣- سوريا
له ميلاده څو پېړۍ مخكې د ويدي زمانې له لويو شاعرانو څخه وه، چې د لوړ فكر او احساس خاونده وه.
٤- رودابه كابلي
د نړۍ له ښكلو مېرمنو وه چې سربيره پر نورو شاعرانو، فردوسي هم په خپلو شعرونو كې د هغې ښايست او جمال ستايلى. رودابې د پخوانۍ اريانا له اتل زال سره واده وكړ، چې د ژوند طرز يې د نړۍ ادبياتو له په زړه پورو او ارزښتمنو كيسو څه شمېرل كېږي؛ هغې خپله ټوله شتمني غريبانو ته وركړه او ساده ژوند يې خپل كړ.
٥- مېرمن گشسپ
گشسپ د پهلوان رستم لور او د مشهور قهرمان مېرمن وه چې د جگړو په ميدان كې به له دښمنانو سره جنگېده؛ د دې مېړانه او اتلوالي گڼو شاعرانو په خپلو شعرونو كې ستايلې.
٦- تهمينه سمنگاني
تهمينه د سمنگان د پادشاه لور وه چې له پهلوان رستم سره يې واده وكړ او مشهور اتل سهراب يې وزېږاوه، زوى يې له لويو قهرمانانو څخه و؛ د تهمينې سمنگاني د ژوند داستان زموږ له مشهورو داستانونو څخه يو دى.
وروسته د اسلام تر ظهوره نوميالې افغانې مېرمنې
١- رابعه بلخي
له پياوړو او نامتو شاعرانو څخه وه، چې د عالي علمي او ادبي استعداد خاونده وه. په څلورمه هجري پېړۍ كې يې ژوند كاوه؛ د ادبي صنعتونو، فصاحت او بلاغت په اړه يې ډېره پوهه درلوده. د رابعې د ژوند داستان تريخ او له دردونو ډك دى.
٢- سلطان رضيه
دې نامتو ښځې په اوومه هجري پېړۍ كې د څو كلونو لپاره په هند كې حكمروايي كړې؛ رضيې په ديني، ادبي او فنوني علومو همدارنگه په نظامي چارو لكه اس سپرلي او نيزه وهنې كې د لوړ استعداد خاونده وه.
سلطان رضيه په ٦٣٤ه.ق كال كې د ربيع الاول په شپاړسمه د ټول هندوستان حكمرانه شوه. د سياسي او ټولنيزو چارو تر څنگ يې له شعر او ادب سره هم مينه درلوده او شعرونه يې ويل.
٣- زرغونه كاكړ
په ٧٨٤ه.ق كال كې زېږېدلې. د خپلې زمانې شاعره، عارفه او عالمه وه د دې تر څنگ له لويو خطاطانو څخه وه، خو په شعر كې يې خاص مهارت درلود.
٤- گوهر شاد بېگم
نومياله گوهر شاد بېگم په (٧٨٠ – ٧٨٥ه.ق) كلونو شاوخوا كې زېږېدلې. دا باتدبيره، هوښياره او د شعر او ادب مينه واله وه؛ گوهر شاد بېگم د علم او پوهې د زمينې د برابرولو لپاره تل ډېره هڅه كوله، د هغې په امر جوړ شوى لوى ښوونځى د اسيا له لويو علمي مركزونو څخه شمېرل كېږي، همدارنگه هغې يو ښكلى جومات هم جوړ كړى چې دا جومات د نړۍ په لسو مهمو او لوړو ودانيو كې حسابېږي.
٥- بي بي الايي
هغې په ملي مبارزو كې مهم رول درلود، چې ډېره باهمته، زړه وره او د علم او ادب څېښتنه وه.
٦- نازو انا
په ١٦٤٣ ميلادي كال كې زېږېدلې. له شاعرانو او اديبانو څخه وه؛ ديوان يې د ٢٠٠٠ بيتونو درلودونكى دى چې محتوا يې مناجات او نور موضوعات دي. هغه د ټولو افغانانو تر منځ د (انا) په نوم يادېږي.
٧- حليمه خټك
د زېږېدو كال يې ١٠٦٥ه.ق اټكل شوى. هغه د خپلې دورې له مشهورو شاعرانو څخه وه چې شعرونه يې ډېر خواږه او ساده دي.
٨- زرغونه انا
هغه له نوميالو مېرمنو څخه وه او د احمدشاه بابا مور وه، چې په سلطنتي چارو كې يې له خپل زوى سره مرسته كوله.
٩- مېرمن زينب
هغې په حكومتدارۍ او ديني علومو كې ډېر مهارت درلود، د دې تر څنگ شاعره او اديبه هم وه.
١٠- عايشه درانۍ
له شاعرانو څخه وه، خپل ديوان يې په ١٢٣٢ه.ق كال كې بشپړ كړى، چې محتوا يې مهمه او رنگارنگ ده، هغې له شل كلنۍ نه تر اخره عمره پورې خپل ادبي ذوق ډېر ښه وپاله.
١١- غازي ادې
له اتلو مېرمنو وه چې د هېواد په جگړو او جهاد كې يې د انگرېزانو پر وړاندې (١٨٧٨ميلادي) عملاً حضور درلود، هغې په دې سخته جگړه كې چې كله پرچمدار شهيد شو، بېرغ يې پرېنښود چې پر ځمكه ولوېږي؛ د همدې لپاره په غازي ادې مشهوره ده.
هغې به جهاديانو ته باروت او مرمۍ وروړلې، په توره وهنه او غشى ويشتو كې ماهره وه، ويل كېږي چې كله به غازيان د جنگ لپاره روانېدل، دې به ورته ملي سرودونه ويل؛ په دې توگه به يې د هغوى د ملي دفاع احساسات راپارول. غازي ادې د نورو مبارزو مېرمنو لارښوونكې وه، چې غازيانو د دې د لارښوونې له امله ډېرې برياوې ترلاسه كړې دي.
١٢- اتله ملالۍ
ملالې په جگړو كې مهم او ټاكونكى رول درلود چې د ميوند جگړه هم د دې په لاس فتحه شوه.
١٣- مخفي بدخشي
د عالمانو او شاعرانو له ډلې وه. د ژوند په سختو مرحلو كې يې هم د ادبي او ديني علومو زده كړه پرېنښوده. په شعر ويلو كې د خاص بياني او ادبي استعداد خاونده وه؛ د ژوند د وروستيو شېبو شعرونه يې له ښكلو او گټورو ويناوو څه ډك دي.
١٤- امنه فدويي
په ١٢٧٦ه.ق كال كې په كابل كې زېږېدلې ده. چې د خپلې زمانې پياوړه شاعره، ليكواله او عالمه وه. شعرونه يې ارام بښونكي او له ادبي صنايعو ډك دي.
دې ته ورته سلگونه نورې افغانې مېرمنې د يادونې وړ دي چې په مېړانه يې د خپلې ټولنې پرمختگ او بدلون ته ملا تړلې او تر وروستي حده يې هڅه كړې چې په هر حال او هر پړاو كې خپل دريځ ثابت كړي.
يو پوه، رومو، وايي:
ښځې د انسانيت ريښې دي، كه ځينې فكر كوي چې د ريښو په محدودلو سره به څانگې ښه وده وكړي، نو تېروتي دي. هر څومره چې ريښې محدودې شي، څانگې به مړاوې، فاسدې او وچې وي.
د ښځو او نارينه وو د برابرۍ دعوا يوازې هغه ټولنې كولى شي چې د ښځو پر وړتيا باور لري او دوى ته په هره برخه كې خپله لازمه ونډه وركوي. چېرته چې ښځو ته محدوديت ټاكلى شوى وي هلته تش په نوم د ښځې ورځ لمانځل او د ښځو حقونو نارې وهل بې معنا چاره ده.
وږمه خوري الله دي نوري بریا وي هم در نصیب کړي په قلم دي برکت شه تانده او روښانه ووسې ډیر اعلی او مهم معلومات دي راټول کړي دي در باندي ویاړم ته زموږ د ټولنې اوسنۍ اتله يي
شیراني