د خپلي زوکړې د کالیزي په سهارمې سترګې دکمپیوټرپه ښیښه د یوي ځوانیمرګې پیغلي شهیدي انګیزه شینواري په توردرنه پښتني لوپټه کې اخیستل شوي انځورولګیدي په اروایی دنیا مې هسي سیلۍ راوالوته چې دغمجن دزړه سمندرته مې داوښکوباران دټپي اوویرجن احساس دتالنده بریښناسره په اوریدوپیل وکړپه همدې شیبه کې زما دا ستوګنې د کوټې دروازه ناببره پرانیستل شوه نازولي لورګانې مې په خندا ډکه خوشالی ،سوغاتونه اودګلانوګیډی په لاس دمبارکۍ اودرنښت په موخه زما مخې ته ودریدي اوزما دتړمو،تړمواوښکوپه لیدلویی په حیرنتیاوپوښتل؟

پلارجانه ! دزوکړې په ورځ ژړا اوکه خندا؟.
دکمپیوټرپه دړه مې دشهیدې انګیزي عکس ته د دوی پاملرنه راجلب کړه په نازکواوحساسو عواطفو په شیبه کې یی دویراوغم اورونه بل شول اوخپلې ځوانیمرګې خورته یی دخورولې اوخواخوږی اوښکي نذرانه کړې.
ای دلوی اوسترن نګرهاراودتل ښیرازه بهاردنارنج دګلونوشهیدي سپیني کفترې انګیزې!

ستا دخویندوپه لاسونوکې ګیډی،ګیدی ګلونه دې په ویاړلي اوسپیڅلي مزارږدودلوی ننګرهاردلښکرلښکرشهیدانوپه څنګ کې ارامه ویده شه دوطن دمور په پړوني کې اتلانوته کټ،کټ وخانده اودپښتني شینواري ملالي په نامه ورته وړانګنې اوځلاندې شمعي ولګوه هوهغه شمعي چې تل به ستا په اتل مزاربلې وی.

په ناپایه نیمګړوارزوګانوکې ستي،ستي اتلې شینواري خورکۍ!.

شهادت دې مبارک شه. دشمشاد اوسپین غر هسکې څوکي ستاویاړلي مزارته د درنښت سرونه ټیټ کړي اویاد دې تل تانداوله برمه ډک اوسه.

ځمکې دخدای رو مې دروړی چې خاورې نه کړې نازولي صورتونه.
بسم الله اکبري هالینډ
۱۷/۰۲/۲۰۱۶

One thought on “اتله انګیزه او تلپاتې حماسه”
  1. کوم چا ليکلې وه چه د پښتون وينه اَرزانه ده. زه خو وايم چه بلکل مفته ده. سيلابونو پشان بهيږې خو څوک ورګورې هم نه. څه په درد خورې،پريږدۍ چه بهيږې.رڼي اوبو باندي جنګونه کووې او د سرو وينو تويدو ته هيڅڅوک د يوې ټنګې اهميت هم نه ورکوې. وير په سر وير. يا ربه ته رحم وکړه او د افغان په خاوره کې نور د وينو سيلابونه وچ او د رڼو اوبو لختې يئ تاند کړه. تا سرزمين افغان هم سر سبز و ګل و ګلزار ګردد.اَمين

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *