محمد حنیف اتمر

تاند، شنبه، د حمل ۱۶مه: وروسته له هغې چې ارګ، په دوو جلا حکمونو کې حنیف اتمر د باندنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر اعلان کړ او ښاغلي اتمر د ولسمشر دا پریکړه منلې او د افغانستان په اړه د پیاوړې اجماع راوستلو هوډ یې ښکاره کړی دی.

ښاغلي اتمر په یوه اعلامیه کې ویلي، له خپل ټیم سره تر سلا مشورو وروسته یې د ولسمشر حکم ته مثبت ځواب ورکړی او دی به د افغان سولې لپاره د نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره قوي اجماع راوستلو هڅه وکړي.

اتمر له عبدالهادي ارغندیوال، طاهر ظهیر وروسته دریمه لویه ګمارنه ده چې ولسمشر یې په خپله کابینه کې کوي.
اتمر د ولسمشرۍ نوماند هم و خو انتخاباتي سیالۍ نه په ۹۰ مه دقیقه کې ووت.

محمد حنیف اتمر په تېرو دوو لسیزو کې د کلیو پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، کورنیو چارو وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار په توګه کار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *