تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، چې د خپل ایراني ساري په بلنه تهران ته تللی دی، پرون /سې شنبه/ د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنه کې وویل چې افغانستان به هیڅوک پرېنږدي چې له خاورې څخه یې د بل هیواد پر ضد کار واخیستل شي.
افغانستان دې ته ورته ژمنه پاکستان ته ورکړې ده.
د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي اتمر د ایران له باندنیو چارو وزیر سره په خبرو کې وویل چې افغانستان له ایران سره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.
ده د ترانزیت، سوداګرۍ، او له ترهګرۍ او مخدرو موادو سره د مبارزو په برخو کې له ایران سره د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.
ښاغلي اتمر د دوشنبې په ورځ د ایران له پخواني دفاع وزیر او د دغه هیواد د ملي امنیت د عالي شورا له مشر علي شمخاني سره کتلي ول.
شمخاني له خپل افغان ساري سره د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل:«د ایران حکومت او دولت تل د افغانستان ثبات او امنیت ته په خپلو دوه اړخیزو اړیکو کې د یوه مهم اصل په سترګه ګوري.»

شمخاني دا هم وویل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته له دغه هیواد سره د ایران د اړیکو د پراختیا امکان تر پخوا زیات شوی دی.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ښاغلي شمخاني له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د دوو هیوادونو د پلان په باب وویل:«په دې اړه په رسنیو کې جزییات نه شو څرګندولی خو باید ووایم چې دا مسله د سیمې د ثبات او امنیت لپاره تر ټولو مهم خطر دی.»
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي دا هم وویل چې د افغانستان او ایران اړیکې د هیڅ درېمګړي هیواد پر ضد نه دي.