محمد حنیف اتمر

تاند: د حکومت د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او اوسنی د ولسمشرۍ نوماند حنیف اتمر وايي، پر حکومت د ښځو د جنسي تېري او ځورونې تورونه دې د یوې خپلواکې تحقیقاتي ډلې لخوا وڅېړل شي.

د حنیف اتمر له لوري نن شنبه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، پر حکومتي چارواکو د اخلاقي فساد د تورونو او د دغو تېریو د عاملانو د قانوني تعقیب لپاره اړتیاده چې د افغانانو د باور وړ یوه خپلواکه اداره دغه ټول تورونه وڅېړي.

 د حنیف اتمر له دفتره خپره شوې اعلامیه کې دغه راز راغلي، دا چې په چارواکو د جنسي فساد لګېدلي لومړني تورونه لا نه دي څېړل شوي، د خپګان وړ خبره ده او د ده په وینا چې افغانان په دې اړه اندېښمن دي.

 نوموړي زیاته کړې ده په داسې حال کې چې حکومت د ښځو او ځوانانو د پیاوړتیا شعارونه ورکوي، دغسې تورونو ته جدي او هر اړخیزه نه پاملرنه د افغانستان څو کلنې لاسته راوړنې له سوال سره مخ کوي.

اعلامیه کې د حنیف اتمر له قوله له حکومته غوښتل شوي چې په دولتي ادارو کې دې د هر ډول فساد او د جنسي ځورونو په اړه د معتبرې کمېټې په جوړولو سره پلټنې وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې بي بي سي تازه د شپږو مېرمنو د نقل قولونو په استناد پر حکومتي چارواکو د جنسي ځورونو او اخلاقي فساد تور پورې کړی دی.

تر دې وړاندې د ولسمشر د امنیت پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي هم تور لګولی و چې ارګ کې یوه مشخصه ډله اخلاقي فساد ته لمنه وهي، د دې خبرې تایید د ذکیه وردګ لور مریم وردګ هم وکړه، خو بیا وروسته د پلټنو له ډاره له هېواده وتښتېده.

لویې څارنوالۍ له حبیب الله احمدزي اسناد وغوښتل خو وروسته داسې معلومه شوه چې ذکیه وردګ د حنیف اتمر د ټیم غړې، لور یې مریم وردګ د حنیف اتمر د امنیت شورا پخوانۍ سلاکاره او حبیب الله احمدزی د حنیف اتمر ډلې ته نږدې شوی او د ولسمشر له ډلې څخه مرور شوی دی.

حکومت هغه مهال د اخلاقي تورونو په تړاو د رد خبره کړې وه خو د بي بي سي په تړاو یې لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *