تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي د اسلامي دولت یا داعش ترهګره ډله د مخدرو موادو د کاروبار د کنټرولولو لپاره غواړي چې په افغانستان کې سیمې لاندې کړي.
اتمر نن مشرانو جرګې ته په څرګندونو کې وویل، دا تروریستي ډله د خپلو فعالیتونو د مالي ملاتړ لپاره هڅه کوي چې د مخدرو موادو کاروبار خپل کړي.
اتمر همداراز خبرداری ورکړ چې داعش نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټوله سیمه او د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې د نفوذ کولو هلې ځلې کوي.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ښاغلي اتمر په وینا یو پاکستانی سختدریځی د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې ډلې مشري کوي، دا ډله سرحدونه نه مني او دوی له مخکې څخه د سیمې له هیوادونو څخه د خراسان ولایت نقشه جوړه کړې ده.
د داعش له لوري په خپره شوې نقشه کې افغانستان، پاکستان او د ایران یوه وړه برخه د ابوبکر البغدادي په مشرۍ د بغداد د خلافت یو ولایت ګڼل شوی دی.
اتمر وویل، باید له ټولو قواوو څخه د دې ترهګرې ډلې پر ضد کار واخیستل شي او د افغانستان حکومت دوې میاشتې مخکې یوه ستراتیژي چمتو کړه چې پر اساس یې د دې ډلې قومندان په هلمند کې ووژل شو.
ویل کېږي چې داعش په لوګر کې د روزنې کمپ جوړ کړی او په ډېرو نورو سیمو کې وسله وال طالبان او نور خلک خپلو لیکو ته په پیسو او نورو امتیازونو وربولي.
ویل کېږي چې داعش د استاد یاسر په نوم د روزنې کمپ جوړ کړی دی. یاسر د طالبانو یو قومندان و چې د پاکستان له لوري په نامعلوم علت ونیول شو او وروسته په محبس کې ووژل شو.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځي عملیاتوپه نتیجه کې زیات شمېروسله والې ډلې لکه د پاکستاني طالبانو تحریک، لشکر طیبه، القاعده، د اسلامي دولت یا داعش وسله وال، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي او داسې نور وسله وال افغانستان ته را اوښتي او له زابله تر بدخشانه په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
داچه داعش دآفغانستان,ايران،او منځنۍ آسيالپاره هم يو خطر دۍ او ټوله کثافات پکښې يوځاۍ سوي دي او غواړي اول دمخدره موادو کنټرول پلاس کې ولرې اوورسته وروسې ته لاره پرانځې که هم داسي وي دا دآمريکاه پلان دۍ آمريکاه غواړې چه دا پروژه دآفغانستان دمخدره موادو په استفاده وخپل هدف ته ورسيږي نه دآمريکا دټکس په مصرف چه ددوۍ لپاره ډير واره داره دۍ.سوال پدې کي دۍ چه ولې دآفغانستان محترم حنيف آتمر دمنطقې دهيوادو سره هم دااوس دا رزيلانه پرروژه نه ورسره مطرحه کوې که آفغانان اوس قربانې ورکوې او دوۍ مو سيل کوي چه موږ څنګه تباه کيږو .ددوۍ سر بايد ورخلاص سې چه په آئنده کې دوۍ هم تر امالې لاندې دي اوس لا سرې وخت دۍ دمنطقې هيوادونه بايد په ګډه عمليات شروع کړې چه داجنګ نه يوازې زموږ بلکې دټولې منطقې دۍ.مننه