بهرنی سیاست دهېوادونو لپاره هغه وخت زیات اړین او مهم شو کله چې دنړیوالو اړیکو باب په نړۍ کې پیل شو او دا باب ددي لامل شو ترڅو هېوادونه له یو بل سره دتقابل پرځای دهمکارۍ فضا رامنځ ته کړ او هېوادونه له دې لاري څخه وکولي شي چې دګډو همکاریو او ګډو ګټو په رامنځ ته کولو سره د تقابل پرځای دهمکارۍ نقطي ته وګرځي.
افغانستان هغه هېواد دی چې د جغرافیې موقعیت یې دا وړتیا لري ترڅو دسیمې ، اسلامې هېوادونو او نړۍ ترمنځ دهمکارۍ یو ښه ټکې وګرځي خو ولي بدبختانه په تیرو لسیزو کې افغانستان دهمکاریو دټکې پرځای دتقابل ټکې وو او په دې کې تر ډیره بریده پورې خپله افغانان هم ملامت وه چې نه یې شو کولې چې په ارام مغز سره دا سیاستونه مخته یوسي خو کله چې نړیواله ټولنه افغانستان ته راغله نو افغانستان یو ځل بیا دا چانس تر لاسه کړ چې وکولي شي د تقابل له نقطې څخه د همکارۍ نقطې ته وګرځې خو ولي بدبختانه هغسي چې لازمه وه له دي فرصت څخه د حامد کرزي واکمنۍ سمه ګټنه ونه کړه او لامل یې دا شو چې مونږ په 2008 کال کې دنړۍ او سیمې هېوادونو سره د تقابل ټکې ته ورسیږو او په دې برخه کې مونږ له هر راز همکارۍ څخه بي برخې شو.
خو کله چې دملې وحدت حکومت رامنځ ته شو خوشبختانه یو شمیر داسې سیاسي کرکټرونه ددې حکومت په مشرې کې رامخته شول چې په ډیره اسانۍ په دې پوهېږي چې داوسنې عصر غوښتنې څه دي او څنګه وکولي شو چې دنړۍ دغوښتنو پراساس خپل سیاستونه دخپلو ملې ګټو په چتر کې همغږې او پرمخ یوسو چې له دوۍ ډلې څخه یو هم دافغانستان دملې امنیت شورا سلاکار ښاغلې حنیف اتمر دی چې په ډیر ارام فکر او مغز سره وتوانیدلو په تیرو 3 کلونو کې دافغانستان کورنې او بهرني سیاست ته نوی رنګ ورکړي او دا سیاست دافغانستان دملې ګټو په اساس وڅرخوي، دا چې حنیف اتمر اوسمهال په سعودي عربستان کې په یو رسمي سفر بوخت دی او کوشش کوې چې دسعودي عربستان دچارواکو ملاتړپه هره برخه کې دافغانستان لپاره جلب کړي بحث وکړم غواړم په بهرني او کورنې سیاست کې دنوموړې به مدبرانه سیاست خبرې وکړم.
- ښاغلي اتمر په تیرو دري کلونو کې وتوانیدلو چې دملي امنیت شورا په چوکاټ کې داسي امنیت څلور کلنه طرحه وړاندې کړې چې په هغې کې دافغانستان دځواکونو پياوړتیا او ترڅنګ یې پراخ اصلاحات په دې ځواکونو کې رامنځ ته شي چې خوشبختانه ددي پلان ملاتړ نړیوالې ټولنې هم وکړ او ددي پلان تود هر کلې وشو چې دهمدي پلان په موخه نړیوالو او په ځانګړې توګه دامریکا متحده ایالاتونو دافغانستان هوایې ځواکونو د دري چنده والې او پياوړتیا لپاره په ډیره خلاصه سینه سره همکارۍ پیل کړې او مونږ افغان هوایې ځواکونو ته د بلاک هاک هلیکوپترو دورکړې شاهدان هم یو چې تر لاسه مو کړې.
- تر 2014 کال پورې هندوستان هیڅ نوعه زړه نه ښه کولو ترڅو دافغانستان سره نظامې برخه کې مرسته وکړې خو کله چې ښاغلې اتمر هندوستان ته سفر وکړ هندوستان دجنګې هلیکوپترو دورکړې ژمنه وکړه او مونږ ولیدل چې په 2015 کال کې دهندوستان جنګې هلیکوپترو په افغانستان کې دجګړې لوري بدل کړ او دا زیات موثر تمام شول په دې برخه کې.
- دروسیې برخه کې روسیې په لومړي ځل دافغاسنتان لپاره دکلاشینکوفونو مرسته وکړه او ژمنه یې وکړه چې حاضره ده افغانستان سره په هره برخه کې مرسته وکړې او په ځانګړې ډول په دې هېواد کې دنشه یې توکو پرضد او تروریزم پرضدمبارزه کې.
پورته څو روښانه بیلګې وي چې ښاغلې اتمر یې په لاسته راوړنو کې بارز رول لوبولی دی خو دا چې اوس ښاغلې اتمر په سعودي عربستان کې په سفر کې دی دا یو حقیقت دی چې دا سفر له ډیر زیات اهمیت څخه برخمن دی او هغه وړتیا چې اتمر په بهرني سیاست کې لري وبه کولي شي چې دسعودي عربستان ملاتړ په مختلفو برخو کې جلب کړې او سعودي عربستان کولي شې چې افغانستان سره په مختلفو برخو کې موثري او پراخې مرسته وکړې ځکه سعودي عربستان دنړۍ یو له بډایه هېوادونو څخه دی چې کولي شې چې دافغانستان دامنیتې ځواکونو سره داسې مرسته وکړي کومې چې دې هېواد په تیرو څو لسیزو کې له پاکستان سره کولې او پاکستان یې له هر نوعه انزواع څخه ساتلی وو.
دوهم سعودي عربستان داسلامې نړۍ هغه هېواد دی چې د ټولو مسلمانانو عقاید په هغو سپیڅلو ځایونو پوري تړلي دې کوم چې په سعودي عربستان کې شتون لري او همدي تړاو سعودي عربستان ته په اسلامې او کفري نړۍ کې ځانګړې ځای او ارزښت ورکړی دی چې سعودي کولي شي په افغانستان کې درواني تش په نوم مذهبي جګړي په ختمولو کې مهم رول ولوبوي چې ښاغلی اتمر به په دي برخه کې هم دسعودي عربستان پراخ ملاتړ تر لاسه کړي او په ځانګړې ډول دهغه ایتلاف کوم چې په ورستیو کې د دترویزم ضد مبارزي لپاره سعودي عربستان داسلامې هېوادونو ترمنځ رامنځ ته کړی دی.
بل سعودي عربستان په نړیواله کچه زمونږ دنورو متحدینو لکه امریکا متحده ایلاتونو سره ښې او ستراتیژیکې اړیکې لرې چې دا اړیکې هم ددي لامل کیدلي شي ترڅو سعودي عربستان په پاکستان فشار راوړي او پاکستان مجبور کړي چې په خپلو پالیسو کې بدلون راولي او په روانه جګړه کې دترویزم ملاتړ څخه لاس واخلې.
همدارنګه دپاکستان زیات اقتصاد په سعودي پورې تړلی دی چې دا بیا یو بل ښه چانس دی چې سعودي عربستان په پاکستان دفشار راوړلو لپاره او لدي لاري کولې شي چې دپاکستان پالیسي دافغانستان په اړه بدله کړي.
په ټوله کې که وګورو زمونږ اوسنې بهرنی سیاست له تیرو کلونو سره ښکاره توپیر کوې او مونږ دنړۍ او اسلامې هېوادونو دپام وړ نقطه یو چې په دې کې خپله دریس جمهور او ښاغلې اتمر رول نه باید کم ونیول شې اودا هغه څهري دې چې دنړۍ اوسني بدلون ته په کتلو سره کولې شي په افغانستان کې حالت او دنړۍ دباور لامل شي.