محمد حنیف اتمر

تاند، دوشنبه، د قوس ۱۸مه: د ولسمشرۍ له نوماندۍ څخه منصرف شوي سیاستوال حنیف اتمر دسولې د مذاکراتو د بیا پیل په  اړه هیله مندي ښودلې ده.

د ښاغلي اتمر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سوله د افغانانو ملي او اساسي اړتیا ده او د افغانستان خلک د باعزته او سرتاسري سولې هیله لري او د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکذاتو  بیا پيلیدو هرکلی کوي.

ښاغلي اتمر ټینګار کړی چې د رښتوني سولې د ټینګښت په موخه باید ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي: ((پرته له بین الافغاني مذاکراتو د سولې خبرې نیمګړي دي ځکه چې د سولې هر ډول توافق باید د بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې په وجود راشي.))

حنیف اتمر په داسې حال کې بیا راڅرګند شوی دی چې د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې یې د ټیم تر پاشل کېدو وروسته دی پخپله ایټالیا ته ولاړ او داسې اټکل کېده چې نوموړی به بیا سیاست ته راښکاره نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *