تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان د غښتلي ولیعهد محمد بن سلمان په بلنه د یکشنبې په ورځ ریاض ته لاړ.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی اتمر د سعودي عربستان له ولیعهد سره پر بېلابېلو مسلو خبرې وکړي.
تر اتمر مخکې تېره اوونۍ عبدالرب رسول سیاف د سعودي عربستان په بلنه دغه هیواد ته لاړ.
راپورونه وايي چې سعودي عربستان غواړي چې له افغانستان سره دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي او په تروریستي مبارزه او پخلاینه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار به د سعودي عربستان له ولیعهد او نورو چارواکو سره د دوو هیوادونو ترمنځ د دلچسپۍ پر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړي.
په وروستیو کې سعودي عربستان ته د افغانستان ولسمشر څو سفرونه وکړل او له څو لسیزو وروسته یې د لومړي ځل لپاره د سعودي او افغانستان اړیکې تر ټولو لوړې کچې ته ورسول.
په اتیایمه لسیزه کې د جهاد له دورې وروسته سعودي عربستان افغانانو ته شا اړولې وه خو اوس داسې ښکاري چې سعودي چارواکي یو وار بیا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته تیار شوي دي.