محمد حنیف اتمر

تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، روسیه او امریکا باید په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره خپلې هلې ځلې شریکې کړي او افغانستان په خپل منځ کې د همکارۍ په میدان بدل کړي.

اتمر د روسیې له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل«موږ هیله لرو چې افغانستان به د نورو کلیدي لوبغاړو په شمول د امریکا او روسیې لپاره د همکارۍ پلېټ فارم وي ځکه چې موږ ټول غواړو چې کابل د تروریزم او مخدرو مواد پر ضد په جګړه کې بریالی شي او سولې ته ورسېږي. موږ باور لرو چې اوس هغه وخت راغلی چې افغانستان د مشارکت په میدان بدل کړو، نه له یو بل سره د ټکر پر پلېټ فارم.»

اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا د رول په اړه وویل چې کابل له متحدو ایالتونو د مشخصو وړاندیزونو تمه لري.

«زموږ د مشرانو ترمنځ په دوو ټېلفوني تماسونو او د نورو جګپوړو چارواکو په خبرو کې، موږ له امریکايي لوري څخه دا ډاډ ترلاسه کړ چې دوی د تروریزم پر ضد په جګړې او د ملي پخلاینې په برخه کې زموږ ګډو ګټو ته زیات پام لري. د امریکا متحدو ایالتونو په دې مسله کې خپله ژمنتیا تایید کړې ده. موږ ښه باور لرو، خو دا پالیسي باید پر عملي اقدام او پروګرام بدله شي. د امریکا حکومت تازه کار پیل کړی او موږ ورڅخه د مشخصو وړاندیزونو تمه لرو، هماغه راز چې موږ له وړاندې څخه وړاندیزونه ورته کړي دي.»

حنیف اتمر د جمعې په ورځ په مسکو کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف سره ولیدل.

One thought on “اتمر: روسیه او امریکا باید افغانستان په خپل منځ کې د همکارۍ پر میدان بدل کړي”
  1. IN LAST TIME MANY AFGHANS SAIDE AND THEY WROTE IN MEDIA;
    HOW THEY SAY;IF AFGHANISTAN CHANGE TO ONE BUFER
    ZONE BETWEEN AMERICA+NATO&RUSSIA/
    SAUDI ARABA/IRAN/INDIA&PAKISTAN/CHINA/
    AFGHANISTAN HAVE EQUAL DIPLOMACY WITH ALL ABOVE
    COUNTRY.PEACE WILL COME TO AFGHANISTAN.
    I HOPE THAT,
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *