محمد حنیف اتمر

تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: حنیف اتمر د ولسمشرۍ لومړنی کاندید شو چې واسمشر غني ته یې د میزان د شپږمې په ټاکنو کې له بریا او د لوړې له مراسمو وروسته مبارکي وویله.

حنیف اتمر په یوه اعلامیه کې ویلي، «له خپله اړخه ډاکټر صیب غني ته د دویم ځل له پاره د افغانستان د جمهور رییس په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وایوو.»

حنیف اتمر ویلي، سره له دې چې د ده په ګډون د هېواد یو شمیر سیاسي ډلو او اشخاصو د زیاترو ټاکنیزو مواردو په اړه د نظر اختلاف او اعتراض درلود، خو په وینا یې چې د لوړې په ترسره کولو سره نور ټاکنیز اختلافات پای ته رسیدلي دي او د موازي حکومتونو جوړول چې د نظام د پاشل کیدو سبب کیدلی شي د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دي.

ښاغلي اتمر له نوي حکومت څخه هیله کړې چې د سولې او ملي یووالې د ټینګښت له پاره کار وکړي او رامنځته شوي فرصتونه په پوره دقت د خپلو خلکو د اوږدمهاله ګټو له پاره و کاروي.

اتمر ټینګار کړی چې اوس د دې وخت را رسیدلي تر څو ټول په اتحاد او اتفاق سره د سولې بهیر ته ولاړ شي او د نظام د ساتلو له پاره کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *