تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، چې روسیې ته په سفر تللی، له تروریزم سره د مبارزې لپاره له روسیې څخه د ایم آی ۳۵ څرخکو غوښتنه وکړه.
ښاغلي اتمر روسي خبري اژانس تاس ته وویل«موږ د افغانستان په خاوره کې د فعالو تروریستي ډلو د ځپلو لپاره جنګي هیلي کوپترو او نورو وسلو ته اړتیا لرو.»
ده همداراز وویل«اوس موږ داسي روسي څرخکې لرو چې د جګړې لپاره جوړې شوي نه دي خو جنګي وسایل پکې نصب کړای شوي. موږ غواړو چې د دغو څرخکو ځای پر مدرنو (Mi-35) الوتکو ډک کړو او د دغو هیلي کوپترو لپاره پېلوټان او تخنیکي عمله وروزو. حاضردمه زموږ لپاره دا خورا اهمیت لري.»
ده دا هم وویل چې د طالبانو په شمول تروریستي ډلې د پاکستاني او منځنۍ اسیا د سختدریځو ډلو او القاعده له ملاتړې برخمنې دي او د اسلامي دولت یا داعش ډله هم د افغانستان په خاوره کې فعاله ده.؟
«په دې حالت کې له روسیې او د سیمې له نورو هیوادونو سره زموږ دښمن ګډ دی خو د دغو دښمنانو په وړاندې موږ په خپل منځ کې ګډه ستراتیژي نه لرو. فکر کوم چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې هیوادونه باید د داسي ستراتیژۍ په جوړولو کې برخه واخلي او روسیه په دې اړه په هلوځلو کې ځانګړی رول په غاړه واخلي.»
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی اتمر د دې لپاره چې روسیه له افغان امنیتي ځواکونو سره پوځي مرستو ته وهڅوي له تېرو څو ورځو راهیسي په مسکو کې دی.