تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، تر یو کال پخوا اوس سولې ته ډېر- ډېر خوشبینه دی.
حنیف اتمر، چې واشنګټن ته په درې ورځیني سفر تللی، پرون /پنجشنبه/ خبریالانو ته وویل«تر یو کال پخوا په ځلونو سولې ته هیله لرم. د ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا د ستراتیژۍ په وسیله تشویقوونکو وړاندیزونو د سولې هیله غښتلې کړي دي.»
اتمر امریکا ته تللی چې د دغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار ایچ. آر. مک مسټر او نورو امریکايي چارواکو سره وویني.
اتمر پرون د واشنګټن د سولې په انستیتیوت کې وویل، طالبانو له دې سره سره چې د افغانستان حکومت د سولې وړاندیزونه کړي، جګړې ته زور ورکړی دی.
ده په عین حال کې وویل چې طالبانو د سولې وړاندیزونه، چې ولسمشر غني د فبرورۍ په ۲۲ مه د کابل د سولې د پروسې په دوهم کنفرانس کې اعلان کړل، رسمي ځواب نه دی ویلی.
د ښاغلي اتمر په وینا د طالبانو نه ځواب د دې ښکارندوی دی چې د طالبانو په منځ کې پر دې موضوع بحث روان دی او ځینې سختدریځي په هیڅ صورت سوله نه مني.