تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، افغانستان او پاکستان دې یو بل ته له سپارلو لیستونو سره سم د تروریستانو پر ضد اقدام وکړي او درېمګړي ته دې اجازه ورکړي چې د تروریستانو پر ضد د دواړو هیوادونو اقدامات وڅاري.
محمد حنیف اتمر دا خبره نن په هند کې د اسیا نولسم امنیتي غونډې ته وکړه.
ده تروریستان د ټولې سیمې دښمنان وبلل او ویې ویل چې د اکثرو مرکزونه په پاکستان کې دي.
اتمر وویل، تروریستانو تر ټولو زیات تاوان مسلمانانو ته اړولی نو باید دا پدیده له مسلمانانو او اسلام سره ونه تړل شي.
ده د بېلګې په توګه یادونه وکړه چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې ۱۰۵۰۰ افغانان په تروریستي حملو کې وژل شوي چې په متوسط ډول د ورځې ۲۸ افغانان وژل شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان وروستي بریدونه، چې ډېر خلک پکې ووژل شول، وغندل او ویې ویل چې د تروریستانو په منځ کې ښه او بد نشته.
پاکستان عموماً افغان طالبان ښه او پاکستاني طالبان بد بولي.
اتمر په عین حال کې وویل«موږ له پاکستان سره یوځای یوو چې تر بل هر ځای تروریستان پکې زیات متمرکز دي.»
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار همداراز وویل چې د تروریزم پر ضد د نړیوالو له هلوځلو سره سره په افغانستان – پاکستان کې د تروریستانو حضور او فعالیت په زیاتېدو دی.
اتمر لشکر طیبه او جېش محمد د افغانستان دښمنان وبلل، ویې ویل، افغانستان هیله لري چې پاکستان به دغو ډلو ته خوندي پناهځایونه ورنه کړي.
ده په افغانستان کې د تروریستانو په وړاندې بری د سیمې د امنیت لپاره مهم وباله.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار یادونه وکړه چې افغانستان او پاکستان ګډ دښمن لري، خو له بده مرغه دواړه هیوادونه د تروریستانو د ځپلو لپاره ګډه ستراتیژي نه لري.
ده زیاته کړه«موږ نور یوازې د یوې ډلې په باره کې خبرې نه کوو. د سیمې د اقتصاد او جیوپولټیک ترمنځ ژور ارتباط شته.»
د ملګروملتو له لوري په ۷۶ پېژندل شویو تروریستي ډلو کې ۲۰ په سیمه کې مېشتې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو کې اړیکې خرابې شوي دي. دواړه هیوادونه پر یو بل تور پوري کوي چې د مقابل لوري وسله والو مخالفانو ته یې پناه ورکړې ده.
د پاکستان په سند او پنجاب کې له وروستیو انتحاري حملو وروسته پاکستان وویل چې دا بریدونه د هغو کسانو له لوري تنظیم شوي چې په افغانستان کې پناهځایونه لري.
پاکستان پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره له څه باندې دوو اوونیو راهیسي سرحدي لارې بندې کړي دي.
همداراز پاکستان افغانستان ته د ۷۶ تروریستانو لیست وسپاره. اتمر هم د اسیا په نولسم امنیتي کنفرانس کې د دې موضوع یادونه وکړه او په عین حال کې یې وویل چې افغانستان هم پاکستان ته د تروریستانو لیست سپارلی دی.
ده له دواړو هیوادونو وغوښتل چې یو بل ته د سپارلو لیستونو په برخه کې اقدام وکړي او درېمګړي ته اجازه ورکړي چې تایید یې کړي.
په هند کې د اسیا نولسمې امنیتي غونډې ته د هند دفاع وزیر منوهر پاریکار وویل، د نړیوال تروریزم پر ضد ځوابي اقدام باید له اسیا وشي ځکه چې د نړۍ په هرو ۵ تروریستي بریدونو کې ۴ په اسیا کې کېږي.