تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، په افغانستان کې د یاغیانو شمېر تر ۵۵ زرو اوړي چې په ۴ لویو ډلو وېشل شوي دي.
محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، د دغو وسله والو مخالفانو له ۳۰ زره تر ۴۰ زره افغانان، له ۶ زره تر ۷ زره پاکستانیان، له ۲ زره تر ۳ زره د سیمې د تروریستي د تنظیمونو غړي، شاوخوا ۳زره د داعش په شان د نړیوالو تروریستي ډلو او له ۲۰۰ تر ۴۰۰ د القاعده غړي دي.
اتمر شرق الاوسط ته د تروریستي ډلو د مالي سرچینو په اړه وویل «دوی له درو مالي سرچینو تمویلېږي چې یوه یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مېشت تروریستي تنظیمونه دي، بله د ځینو هیوادونو حکومتي موسسې دي چې په سیمه کې شحصي اجنډاوې لري، او درېم مخدر مواد دي.
ده هیله وکړه چې پاکستان به، چې په خاوره کې یې تروریستان پناهځایونه لري، د تروریزم سرچینې بندې کړي.
اتمر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو ورځو کې وویل چې د افغانستان امنیت د پاکستان په خیر دی او پاکستان لېوال دی چې افغانستان ثبات ولري، وویل«موږ له پاکستانه د دې خبرې په اورېدو ډېر خوشالېږو، خو موږ به لا ډېر خوشاله شو او په زرګونو وارې به له پاکستانه مننه وکړو چې که دوی په خپله خاوره کې د تروریستانو پناهځایونه بند کړي.»
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل، د افغانستان حکومت لېواله دی چې سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د مشر په توګه د ښکېلو افغان خواوو ترمنځ د پخلاینې په هلوځلو کې برخه واخلي.