تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل، پاکستان دې د هغو کسانو خلاف اقدام وکړي چې افغانستان یې لیستونه په ځلونو ورسپارلي دي.

محمد حنیف اتمر وویل، افغانستان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

ده زیاته کړه، په سند کې د لال شهباز قلندر په زیارت کې له انتحاري حملې وروسته د پاکستاني ځینو سیاسي او پوځي مشرانو ادعا وکړه چې دا برید هغو وسله والو کړی چې په افغانستان کې پناهځایونه لري.

په همدې حال کې د پاکستان تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز پرون /جمعه/ د افغانستان د ملي امنسیت سلاکار محمد حنیف اتمر ته ټېلفون وکړ او د وروستیو حملو په خاطر یې ژوره خواشیني څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، سرتاج عزیز د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته وویل چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د جماعت الاحرار ډله لاس لري او دا ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري.

د سرتاج عزیز له قوله دغه راز په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت د دغو تروریستانو پر ضد لازم اقدام نه دی کړی.

سرتاج عزیز د هغه لیست یادونه هم وکړه چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان سفارت ته سپارلی دی.

په ځواب کې حنیف اتمر وویل، پاکستان د هغو لیستونو په وړاندې څه اقدام کړی چې افغانستان دغه هیواد ته سپارلي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې سرتاج عزیز د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري پر تروریزم د بریالیتوب لپاره حیاتي وبلله.

افغان چارواکي وايي چې د طالبانو درې ګونې شوراګانې او درست مشران په پاکستان کې اوسي، اولادونه یې په پاکستاني ښوونځیو کې درس وايي، د طالبانو ټپیان د پاکستان په روغتونونو کې تداوي کېږي، د جګړې پلانونه، د انتحاریانو روزنه او د جګړه مارو جلب و جذب د پاکستان په خاوره کې کېږي.

دوی همداراز وايي چې ملا عمر په کراچۍ کې، بن لادن په ایبټ اباد کې او ملا اختر محمد منصور په نوشکي کې ووژل شول او دا له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ څرګندې بېلګې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *