محمد حنیف اتمر

تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دوه اړخیزو اړیکو  د پیاوړتیا تر څنګ د یو کمربند یوې لارې د پروژې، افغان سولې او د کابل او اسلام اباد په اړیکو غږېدلي دي.

دواړو لوریو د اړیکو په پیاوړتیا او د یو کمربند، یوې لارې د پروژې په بشپړولو ټینګار کړی او ښاغلي اتمر له کورونا سره په مبارزه کې له افغانانو سره د چین د تجربو شریکولو او مرستو هرکلی هم کړی دی.

 ښاغلي اتمر ویلي، افغانستان د چین د یو کمربند او یوې لارې کلک ملاتړی دی او په دې پروژه کې به نه یوازې دواړو هيوادونو بلکې سیمې ته لویې اقتصادي ګټې ورسېږي: (( افغانستان له چین سره د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې د ستراتیژیک همکار په توګه ګډ کار پیلولو ته چمتو دی.))

 ښاغلي اتمر د افغان سولې په رابطه د افغان حکومت د اوربند د هڅو وضاحمت هم ورکړی دی او په دې برخه کې یې د چین رول د قدر وړ یاد کړی دی:  (( هیله من یوو چې چین به د سیمې له هیوادونو سره پر طالبانو ګډ فشار راوړي تر څو دا ډله د افغان کشالې حل ته وهڅوي.))

 ښاغلي اتمر د چین، کابل او اسلام اباد د اړیکو په اړه هم له ښاغلي وانګ يي څخه غوښتي چې بیجنګ دې له اسلام اباد سره د کابل د اړیکو په رغولو کې مرسته وکړي.

 په ځواب کې یې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړی دی چې چین به په دغه هیواد کې بند پاتې افغانانو ساتنه کوي.

نوموړي د چین یو کمر بند او یوه لار د دواړو هیوادونو په ګټه وبلله او د سولې په رابطه یې د افغان حکومت ملاتړ وښود او ټینګار یې وکړ چې چین به د اسلام اباد او کابل د اړیکو په رغولو کې پوره هڅه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *