ډاکټر مسک شو! موږ ته یې وېل زه د رښتیني محبت کیسه درته کوم، بیا پر مخامخ څوکۍ کېناست او پر خبرو یې پیل وکړ:
سهار په خپلې خونې کې ناست وم، مخامخ یو بوډا ډېر تېز را روان و،ما ته له شیشې ښکارېده. له را رسېدو سره سم یې له نرس او ملازم سره جنجال شروع کړ.ما د دروازې ملازم ته وویل، چې بوډا څوک دی او ولې غالمغال کوي؟ ته ورشه! پوښتنه یې وکړه! نرس راغی، راته یې وویل چې د بوډا ګوته خوږ ده، پرون موږ ورته پاسمان کړه اوس راغلی,چې پټۍ ترې خلاصه کړي.ما ورته وویل: چې ورته ووایه اته بجې کار پیلیږي، تر هغو انتظار وکړي.ملازم بیا راغی وای: بابا اصرار کوي، چې اوس دې درملنه وشي.
زه دباندې ور ووتم، بابا ته مې سخته غوسه راغلې وه، ورته مې وویل: غټ سړی یې، ملازم او نرس دواړو درته وویل، چې اته بجې کار پیلوو، خو ته یې بیا هم نه منې. زه نیم ساعت ځکه مخته راځم، چې دلته اخبار ولولم! ته کېنه اته بجې به اول د تا درملنه وکړم. بوډا ژړغونی غوندې کله ماته ګوري کله ساعت ته! بیا یې را ته وویل: خیر زویه زما درملنه اوس وکړه، زه باید اته بجې بل روغتون ته لاړ شم که هالته پر وخت لاړ نه شم دا به مې غټ تاوان کړی وي،دا یو احسان راباندې وکړه او له اتو بجو مخکې پټۍ راوتړه! زه که څه هم بوډا ته غوسه وم، خو د ده زړبوډۍ ته په کتو مې نه څه ورته ويلای شوای او نه مې له درملنې انکار ته زړه کېده!
بوډا مې د درملنې کوټې ته بوته! او ورو -ورو مې د پټۍ پر خلاصولو پیل وکړ.په ورته وخت کې مې له بابا وپوښتل، چې اته بجې کوم روغتون ته ځې او څوک دې ناروغ دی!؟ بوډا وویل، پلاني روغتون کې مې ښځه بستره ده، زه باید هالته لاړ شم. ما ورته وويل: اته بجې یې عملیات دی، چې داسې اجله دې ده؟ ده وېل نه اته بجې موږ باید د سهار چای وڅښو.زه ورته مسک شوم دا خو دومره غټه خبره نه ده، چې له اتو بجو ځنډ شې؟ ده وېل: ولې نه ده، زما ښځه پنځه کاله کیږي چې بستره ده. یوه ورځ مې له اتو بجو څخه نه ده ناوخته کړې.ما له دې سره پنځوس کاله له ناروغۍ مخکې تېر کړي، دې یوه ورځ ماته له اتو بجو ناوخته چای نه دی دم کړی، سره له دې چې موږ نوکران هم لرو، دا به شپږ بجې پاڅېدله او اته بجې به یې ټیک چای تیار کړی و.اوس یې زه د احسانونو پور ادا کوم، که توپان وي، که باران، که هر څه وي زه له اتو بجو ناوخته شوی نه یم.
زما ورته سودا شوه. له بوډا مې وپوښتل ستا د کډې ناروغي څه ده؟ده وېل، هغې هر څه هېر کړي، تېر، حال، ماضي له یوې هم خبره نه ده.خبرې نه شي کولای د تاسې مسلک کې دې ناروغي ته جیلي پرسن وایي!
ډاکټر له لږ ساه اخیستلو وروسته بيا خبرې پیل کړې: ما بوډا ته وويل،ستا د ښځې الزماییر ناروغي ده؟ بابا د سر په ښورولو تاییده کړه. ما ورته کړه تا هغه پېژني؟ بوډا وېل نه، پنځه کاله کیږي، چې هاغه پر دې نه پوهیږي، زه څوک یم او اته بجې ولې ده ته سهارنۍ تیاروم. ډاکټر موږ ته ژور وکتل بیا یې خبرې وغزولې. د بابا پټۍ مې ور بسته کړه او را څخه روان شو.کله چې له وره ووته زه پسې ورغلم، ورته مې وویل: ته پوهېږې هم چې هغه تا نه پېژني او بیا هم هره ورځ ځان ته تکلیف ورکوې اته بجې ورخوسې یې! بوډا تم شو او شاته یې په کتو وویل: که هاغه ما نه پېژني زه خو یې پېژنم! ما ته یې ارزښت معلوم دی، هامغسې مې خپله ده لکه پخوا! زه له ځان سره سوچ کوم، چې که د دې پر ځای زه ناروغ وم، دې به نه پېژندم! بوډا لږ ساه ونیوه، بیا یې وویل د مینې اړیکه له وجود او دماغو سره نه وي له زړه سره تعلق لري او د زړه وروستي درزا پورې ژوندۍ وي.بابا ساعت ته وکتل ویش یې کړل او وې ویل: ناوخته شوه، له روغتونه ووت او وره سره ولاړې ټیکسي کې کېناست.
له دې ورځې وروسته بیا مې بابا ونه لید؛ خو هره ورځ ګهیځ اته بجې ماته نېغ سترګو ته ودرېږي.پر اتو بجو زما مینه ډېره شي او اته بجې زما په ژوند کې د محبت شېبې دي.د ډاکټر سترګې نمجنې وې! موږ په داسې حال کې ترې رخصت شو، چې پوره دردېدلي او اغېزمن وو.
—————————-
دا د اردو ژبې مشهور کالم لیکوال جاوید چودهري یو کالم دی، چې د ازادې ژباړې په سبک مې را پښتو کړ. له دې کالم ژاباړنې مې یو منظور دا و، چې په نوي سبک لیکل شوی، یعنې کیسه ییزه بڼه لري.خپله جاوېد د زیرو پوینټ ۴ په سریزه کې وايي، چې کالم ځکه په کیسه ییز ډول لیکي، چې پر لوستوالو کیسه ښه اغېزه کوي.ده د خپل کالم او کیسې تر منځ توپیري برید داسې کاږلی، چې کیسه (افسانه) زیاتره خیالي وي؛ خو زما کالمونه رښتیني دي.زموږ په رسنیز بهیر کې کالمونه لیکل کیږي؛ خو ډېر يوه بڼه لري او ورځنۍ تودې پېښې رانغاړي.د چودهري د کالمونو مطالعې زما پام دې ټکي ور واړو، چې موږ د کالم په ګډون ټولو نثري ځېلونو کې د نوښت چانس لرو.کولای شو له نوې لارې دود ژانرونه نوي کړو او کشش ور وبښو.
له نوښت سره څېرمه ځینې ستونزې هم ملې وي، لکه د کالم لیکنې په دې سبک کې، چې له لنډې کیسې او خاطرې سره یې پولې ټاکل سخت کړي.موږ که پورته کالم د کالم تر سرلیک لاندې ونه لولو، ښايي پر دې لیکنې د لنډې کیسې ګومان وکړو.دا لیکنه خاطرې ته هم ورته ده، بلکې که موږ یې د لیکوال خاطره وبولو ډېر لیرې اټکل به مو نه وي کړای.د داسې لیکنو شنل او پرتلنه موږ سره د نثري ژانرونو د لا ښه پېژندلو مرسته کوي.لکه له دې لیکنې موږ اخځ کوو، چې کالم کې لیکوال کولای شي، خاطره، عیني پېښه، تحلیل او کیسه راوړي،لکه چودهري چې له دې سبکه کار اخلي.نږدې د جاوېد چودهري ټول کالمونه پر همدې سبک ښکل شوي او ګڼ مینوال لري.د پورته کالم موضوع یو ټولنیز او کورنی پېغام لري، چې یادون یې اړین نه بولم!