د پکتيا د تېرې ځوانانو علمي او فرهنګي بنسټ له لوري اته سوه «۸۰۰» زده کوونکو څخه چې درې مياشتې وړاندې يې وړيا ژمني کورسونه پيل کړي وو، ورستې ازموينه واخيستل شوه.
د سبا ښوونيز مرکز تر چتر لاندې په درېو څانګو کې بې وزله زده کوونکو ته د ساينسي مضامينو د بېلا بېلو تر څنګ د انګليسي ژبې او د کانکور د چمتوالي زمينه برابره شوې وه.
د سبا ښوونيز مرکز مسئول زرولي خان وايي، د زده کوونکو له ارزيابي معلوميږي، چې په تېرو دريو مياشتو کې زده کوونکو په ښه ډول زده کړه کړې ده.
ښاغلی خان وايي، د تدريس لپاره يې لس تنه ښوونکي په دندو ګمارلي و، چې د زده کړو په بهير يي زيات آغيز کړی او وايي، چې دا به د پوهنې رياست د زده کړو په کيفت ډېر مثت تاثير ولري.
له زده کوونکو سره چې په سبا ښوونيز مرکز کې يې زده کړې کولې د پوهنې رياست له لوري ورسره د اړتيا وړ توکيو قرطاسيه کتابچو، قلمونو مرسته هم وکړه.
د تېرې ځوانانو علمي او فرهنګي بنسټ مسوولين وايي، هغه زده کوونکي چې په تېرو دريو مياشتو کې يې له نورو ښې نمرې اخيستې وي، ځانګړې تشويقي غونډه جوړه کړي او د دوې لپاره به بری ليکونه او ډالۍ ورکړي.
راپور: هارون احمدزی