د پکتيا د تېرې ځوانانو علمي او مدني بنسټ له لوري د وړيا کورسونو پرانيسته د يوې غونډې په ترڅ کې تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا وکيل محمدرحمان قادري، د تېرې ځوانانو علمي او مدني بنسټ مشر انجنير سلطان احمدزي، د ځوانانو د پارلمان استازي ډاکټر شفيق الله سحر د ټولنې رهبري شوار، قومي مشرانو او زده کوونکو برخه اخيستې وه.
د ټولنې مشر انجنير سلطان احمدزي او پخوني مشر احمدالله احمدي د غونډې پر مهال وويل، د سيمې اړوند ټولو ښوونځيو کې يې د ۸۰۰ زده کوونکو لپاره ژمني کورسونه جوړ کړي دي، چې په وينايي د راتلونکي تعليمي کال په زده کړو به ډېر آغيز وکړي.
دوئ وايي، د معارف د زده کړو کيفت په ډېر ټيټ حالات کې دی او غواړي د خپلي سيمې د زده کوونکو د زده کړو کچه لوړه د همدې روزنيز مرکز په مټ وساتي.
« زموږ دا دريم ځل دی، چې هر ژمي د ښوونځيو زده کوونکو لپاره کورسونه جوړو، په دې ښوونيز وړيا مرکز کې مو دا ځل اته سوه ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره کړې تر څو وکولي شي په ډېره اسانه ډول زده کړې تر سره کړي، د دوئ لپاره مو چې يخ څخه وساتل شي د وتاقونو لپاره د سوند مواد هم برابر کړي دي.»
« په دې سره به هغه زده کوونکي چې اقتصادي وضعيت ښه نه وي، وکولي شي د زده کړو څخه برخمن شي دويم دا چې په ښوونځيو کې د زده کړو وضعيت خراب دی، د دې کورسونو په جوړيدو سره د دوئ د زده کړو کچه ډېره ښه شي.»
د پکتيا د ولايتي شورا وکيل محمدرحمان قادري او د ځوانانو د پارلمان استازي ډاکټر شيق الله سحر د کورسونو د جوړېدو ارزښت زيات يادوي او وايي په دې سره غواړي په کليو او بانډو کې هم دا دود ژوندی وساتي چې د سيمې خلک د ديني او عصري زده کړو څخه برخمن شي.
« زه په نورو مدني بنسټونو غږ کوم، چې همداسې پخپلو سيمو کې ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي، په دې سره په موږه وکولی شو، چې خپله تعليمي سويه لوړه کړو.»
« درې مياشتي روخصتي ډېر غټ وخت دی، که چيرته ماشومان همداسې پريښودل شي زده کړی تدريس به يې هم له مغزو وځي، دا دوئ لپاره ډېره ښه موقع دی.»
د سبا ښوونيز مرکز مرکز زده کوونکي چې پخپله سيمه کې ورته د زده کړو زمينه برابره شوې خوښي ښئ او وايي، په دې مرکز کې چې بېلا بېلې څانګې لرې د عصري او ديني علومو د زده کړې زمينه برابره شوې.
دوئ وايي وايي، هغه زده کوونکي چې نه شې کولی په ښار کې د اقتصادي ستونزو له امله شخصي کورسونه تعقيب کړي، دلته ورته ډېرې اسانتياوې برابرې شوې.
« موږ په دې ښوونيز مرکز کې د اسلامي تعلماتو تر څنګ سايسنسي مضامين او د انګليسي ژبې زده کړه ورته تدريس کوو.»
د سبا ښوونيز مرکز مدير زرولي خان وايي، د کورسونو د څارنې لپاره يې منظم مهال وېش جوړ کړی او وخت پر وخت به ورڅخه څارنه کوي.
نوموړی وايي، چې په شپږو ښوونځيو د يولسو(۱۱) ښوونکو له لوري چې؛ مناسب معاش ورکول کېږي د تدريس چارې مخې ته وړي، چې په وينا يي په دغه مرکز کې ورته د اسلامې ښوونې تر څنګ، عمومي کيميا،عمومي رياضي، عمومي فزيک او د انګليسې ژبې زده کړې کتابونو تدريسيږي.
دا دريمه دوره ده چې د تېرې ځوانانو عيلمي او مدني بنسټ له لوري په ژمي کې کورسونه جوړيږي او مالي امکانات پخپله د سيمې اوسيدونکي او ملي تجاران ورکوي.