په دې ګڼه کې:
هوسۍ مينه رڼې مرغلرې لري!
پروېز افګار د لواړګي سفرنامه ليکلې!
استاد اورنګزيب اسحق زي د ښکلا فلسفه چېړلې!
انجينر طارق نجيب امازون ځنګل او سيند راپېژني!
احمد جمال جمال د کور په کلتوري ارزښت غږېدلی!
محمد يار يار حکمتيار ته منظوم او منثور پيغام لري!
نورالحق حداد د خولګۍ په ګټو او شوخۍ خبره کوي!
مسيزي او ځواب د لاس ګړنې او محاورې راټولې کړي!
احمد جواد کاکړ مو له افغانستان سره د هند په مرستو خبروي!
د نصرت الهام ژباړه را ښايي چې څوک مو ملګري دي او څوک نه دي!
نيازعلي خاکسار د اشوک اعظم په باره د مايکل هارټ ليکنه ژباړلې!
د محمد علي ژوند او مرکه او د شربت ګلې داستان دواړه ښایسته دي!
ملک ميرام ګل د شاه نواز باقر د شاعرۍ په سرګلوله کې طنزيه باروت موندلي!
د عبدالستار سعادت په لنډه کيسه (ولور) کې به د رښتينې پښتنې مينې خوږ درد حس کړئ!
د امتياز نجيب او نصرت ارمان لنډې کیسې، د ميوند درځار طنز او احمدسير دوديال ټوکې هم جالبې دي!
همدارنګه دا ځل د مينې په ځولۍ کې د شاه نواز باقر، ممتاز اورکزي، زيار کښ شينواري، نجيب عامر، منتظر شينواري، فيروز خان اوتر، فريداحمد تسکين، ايمل مړوند، هنر بېکسيار، احسان الله درمل په ښکلو شعرونو سربېره يوه سملاسي مشاعره هم شته!
مازيګر کتابپورځي ته راشئ او مينه د ځان ملګرې کړئ!
