ژباړه: حضرت عثمان نوري

ژوند په بریاوو ښه ښکاري، ددې لپاره چې ستاسو راتلونکی روښانه شي، لازمه ده چې خپل ژوند ته بدلون ورکړئ. د همدې لپاره موږ دلته ستاسې مخ ته هغه ۸ شیان ږدو چې د یو کال په جریان کې ستاسو د ژوند لوری بدلولی شي.

لومړی: شکایت کول پرېږدئ

ارواپوهان ټينګار کوي چې هر وخت شکایت کول پرېږدئ او د ځان قدردانی مو وکړئ. دا مه وایئ چې دا کار نشم کولای، دا سخت دی او دا زما زړه خفه کوي، بلکې د خپل ځان درناوی وکړئ او ووایئ چې زه یې کولای شم.

حضرت عثمان نوري

دوهم: ځانته والی (تنهايۍ) سره ځان اشنا کړئ

د تنهايۍ ژوند ډېری خلک نه شي کولای، زړه یې پکې تنګیږي او آن ځيني وخت خو خپلو چارو ته هم د پای ټکی ږدي او د چکر یا رخصت په پار له کار ځایه اوځي. ددې لپاره چې ښه مخته ولاړ شئ، باید ځان له تنهايۍ سره اشنا کړئ، ممکن ځيني وخت ستاسو ریئس تاسې داسې کار ځای ته واستوي چې هلته ګڼه، ګوڼه او بیروبار نه وي، بیا له ستونزې بچ یاست.

دریم: له هغو خلکو سره مخه ښه وکړئ چې ګټه یې درته نه رسیږي

که ستاسو مخه له هغه ډول خلکو سره زیاته وي چې تاسې او ستاسې مسلک ته یې کومه ګټه او یا مثبته انرژي نه در رسوي، نو مخه ښه ورسره وکړئ، یانې زیاته ناسته پاسته ورسره پرېږدئ او د اړتیا پر وخت ورسره پر اړیکه کې اوسئ، د دویو پر ځای د داسې ملګرو د موندنې هڅه وکړئ چې تاسې ته مثبته انرژي در وبخښي.

څلورم: له تلویزون سره مخه ښه او د انټرنېټ کنترول وکړئ

زیاتره لیدنۍ رسنۍ (ټلویزون) ددې تر څنګ چې ستاسې ژوند بوختوي، له بله اړخه مو له خپلو موخو هم را ایساروي، کوښښ وکړئ چې له اړتیا پرته له ټلویزون کتلو ډډه وکړئ. همداراز د انټرنیټ زیات استعمال هم ستاسو ژوند بوختوي، له ملګرو سره له اړتیا پرته چېټینګ (پیغامیز، غږیز او لیدنی بنډار) مو وخت ضایع کوي. هڅه وکړئ چې د انټرنیټ استعمال کنټرول کړئ.

پینځم: پر خپلو مهارتو/تجربو وویاړئ

که تاسې وړتیاوې لرئ، نو دا پراخول غواړي، ددې لپاره باید زښت زیات کار وکړئ؛ څو مو خلکو ته ګټه ورسیږي. ځان ته ارزښت ورکړئ او څه مو چې زده وي، بخیلي پرې مه کوئ.

شپږم: له خپلو موخو په شاه مه ګرځئ

که تاسې د ځان لپاره سترې او یا کوچنۍ موخې ټاکلې وي، نو شاته ترې مه ګرځئ، بلکې تر هغه یې شاه ونیسئ؛ څو مو رانیولي نه وي.

اووم: له ځانه خَوله وباسئ، خو کار مو نیمګړی مه پرېږدئ

ددې لپاره چې تاسې خپلو موخو ته ورسېږئ، هره ورځ باید له ځان خًوله وباسئ؛ ځکه بې زحمته راحت نه ملاویږي.

اتم: له تېروتنو درس واخلئ

تېر ته وګورئ، که تېروتنې مو کړي وي، دا عېب نه دی، خو که ترسره شوې تېروتنې بیا بیا تکراروئ، دا بیا د عېب ترڅنګ حیواني کار بلل کیږي. هڅه دا وکړئ چې له تېروتنو مو زده کړه وکړئ او بیا یې تکرار نه کړئ.

پای

2018-05-20

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *