ژباړه: محمد حامد حقمل
۱ـ د ژوند د بریالیتوب کلۍ هغه ده، چې ځان ته ډېرې لارې خلاصې کړم تر څو په بریالیتوب لاس پورې کړم.
۲- تر ټولو لوی درد هغه دی، چې پرې پوه شې خو ونه توانیږې په هغه ډول چې غواړې یې ژوند وکړې.
۳ـ هرڅه به حساب شي! هر کار چې ته سرته رسوې، او یا ستا سره کمک کوي او یا زیان درته رسوي هیڅ یو څیز هم نه دي خنثی.
۴ـ د ژوند مثبت ټکي مو هرکله له ځانه و پوښتی، نو کوښښ وکړی چې له ځانه موقوي پوښتنې وکړی.
۵ـ که چېرې غواړې د ژوند په لوبه کې بریالی شې، باید په پوره ډول پدې لوبه کې رغنده عمل وکړې.
۶ـ تصمیم ونیسئ! یو داسې کار سرته ورسوئ، چې تاسو ته په زړه پورې وي.او په یاد ولری له هغه څه نه چې استفاده کوې لا نور هم قوي کېږې.
۷ـ تر ټولو مهمه عقیده چې د خلکو د بریالیتوب او پرمختګ خنډ او یا د مانع کېدو سبب ګرځي، هغه دا چې فکر کوي چې کېدای شي په دې کې ماتې و خورم.
۸ـ بریالي کسان هغه دي چې د عمل په وړاندې محکمي دلایل ونه لري، بلکې په اساس د ایمان او باور پر مخ تللي وي.