تاند- سره له دې چې داسې اندېښنې شته چې بالاخره به ټکنالوژي او د ماشینونو وده انسان لټ او اوزګاره کړي، د بریتانیا په یوه کرونده یا فارم کې څېړونکو د اتومات یا بې چلوونکي تراکتور او نورو اتومات کرنیزو وسایلو په ذریعه حاصل واخیست.

څېړونکو د اتومات وسایلو له لوري له دې کروندې څخه د حاصل ټولولو چارې د یوې بې پېلوټه الوتکې یا ډرون په وسیله وڅارلې.

په دې کرونده کې د تخم له کرلو رانیولې، د حاصل تر ټولولو پورې درست کارونه د اتومات ماشینونو او د روباټ په مرسته شوي دي.

دا په نړۍ کې لومړنۍ کرونده ده چې د انسان له حضور او لاسوهنې پرته ورڅخه حاصل اخیستل کېږي.

دا پروژه د بریتانیا د شراپ شایر د اګموند د هارپراډمز پوهنتون د څېړونکو د زیار او نوښت نتیجه ده.

په دې کرونده کې اتومات نقلیه وسایل له مخکې پر ټاکل شویو لارو لاړل او له (جي پي ایس) څخه یې کار واخیست.

د کروندې مځکه د اتومات تراکتورونو له لوري په دقیق ډول یوې یا واړول شوه. تراکتورونو او نورو وسایلو پر کرونده کیمیايي سره او وروسته افت ضد کیمیايي مواد وشیندل.

څېړونکي وايي چې کارول شوي ماشینونه او تراکتورونه سپک او کوچني دي او دا په خپله د مځکې د حاصل له زیاتېدو سره مرسته کوي. د دوی په باور درانه تراکتورونه مځکې ته تاوان لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *