د ایران او امریکا خبرې

د ایران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ د ایران پر اتومي پروګرام هوکړه له اسرائیلو پرته د ډېری هېوادونو له تاوده هرکلي سره مخ شوه. نړیوالو دا کړنه په نېک پال ونیوله، ایرانیانو بیا بېخي د جشن په سترګه ورته وکتل او ښارونو کوڅو ته په نڅاوو را ووتل.

ایران چې له څو کلونو راهیسې نړیوال بندیزونه زغمي شاید نور ورته د زغم توان نه و پاتې؛ ځکه چې اقتصاد یې د رکود په حال کې و. له بل پلوه د سعودي عربستان په مشرۍ د لسو سُني هېوادونو ايتلاف د ایران ګټې په یمن کې له خنډ سره مخ کړې او دغه کار د ایران نفسونه ورتنګ کړل چې د اتومي هوکړې اساسي علت هم همدا کېدای شي. نو په ساده الفاظو ویلای شو چې ایران په دغه کار سره د ارام نفس ایستلو فرصت پیدا کړ او له بل پلوه کېدای شي له امریکا نه داسې امتیاز واخلي چې د ایران د سیمه ییز قدرت په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي او د سني ايتلاف په مقابل کې ښه مقاومت وکولای شي.

د ایران اتومي فعالیتونه له دوو حالتو خالي نه وو، اول دا چې ایران به ریښتیا هم غوښتل چې اتوم جوړ کړي او ځان په اتومي قدرت بدل کړي، دویم دا چې ایران د یورانیمو غني کول د تکتیک په توګه وکاراوه او په دغه کار سره یې پر امریکا فشار راووړ چې ایران ته د سیمه ییز ځواک جوړولو چانس ورکړي چې عملاً هم همداسې وشول. امریکا یې مرګ ته وتړله تبې ته یې راضي کړه.

له بل پلوه امریکا په دغه کار سره د ایراني ملت زړونه لاس ته راوړل چې دا کار له امریکا سره په اوږدمهال کې ډېره مرسته کوي. امریکا د سني او شیعه توازن چې خپله امریکا رامنځ ته کړی و وساته تر څو دواړه ډلې د ضرورت په وخت کي یو بل سره ښه جګړه وکړای شي او په نتیجه کې دواړه خواوې د امریکا شرایطو ته غاړه کېږدي.

د سلفیت غوړېدل په ټوله اسلامي نړۍ کې د امریکا او ایران لپاره مشترک ګواښ را منځ ته کوي ځکه چې په سلفي مسلمانانو کې د جهاد او د شیعه ضد روحیه ډېره لوړه ده. د سلفیانو دغه کړنه د ایران او امریکا ګټې سره غوټه کوي، په عراق کې د امریکا او ایران په ملاتړ د اسلامي دولت پر وړاندې د شیعه ګانو مقاومت يې ښه بېلګه ده.

د ایران ښکاره مداخلې په عربي هېوادونو کې د امریکا او اسرائيلو په طبیعت برابر کار دی او حتی د دغو مداخلو زمینه هم امریکا برابره کړې چې د عراق، لیبیا او مصر حکومتونو نړول یې ښې بېلګې دي. د ایران او اسرائیلو فعال ساتل د ترکیې او سعودي عربستان په مقابل کې چې دواړه هېوادونه، د سني مسلمانانو د رهبرۍ طمعه کیږي، د امریکا د ګټو لپاره حیاتي اهمیت لري. ایران د سلفیت د پراخوالي له وېرې چې د شیعه ګانو سر سخت دښمن دی له سعودي عربستان سره خپله دښمني پالي او له هېڅ کړنې هم درېغ نه کوي او د مذهبي تعصب پر بنیاد د شیعه ییزم د پراخولو په هڅه کې دي او د دغه کار لپاره له امریکا سره هر ډول هوکړې ته چمتو دی. امریکا هم د همداسې یوه وضعیت انتظار ایست، ځکه چې د امریکا اصلي دښمنان هم سني مسلمانان دي نه شیعه.

که تاریخ ته متوجه شو، ایران او په مجموعه کې د شیعه مذهب پیروانوهېڅ داسې کار نه ده کړي چې هغه دې له امریکا سره مستقیم ټکر وګڼل شي. د ایران او امریکا اختلاف تنها په لبنان او فلسطین کې د هغو ځمکو پر سر دی چې اسرائیلو له شیعه ګانو څخه اشغال کړې دي. که له ۲۰۰۱ کال نه را په دېخوا چې د امریکا او القاعدې عملي جنګ په افغانستان، پاکستان او عربي هېوادو کې روان دی ځیر شو یو شیعه مسلمان هم په کې نه دی وژل شوی؟ یا ولې امریکا یو شیعه رژیم په نړۍ کي له منځه نه ده وړی، د بشر اسد مقاومت او د امریکا چوپه خوله پاتې کېدل څه معنی لري؟ پورته پوښتنو ته په کتو سره د ایران او امریکا تر منځ اتومي هوکړه د سني مسلمانانو لپاره یو غټ ګواښ دی.

په نړۍ کې یوازې دوه هېوادونه دي چې د خپلو دیني او مذهبي اقلیتونه په افراطي ډول ملاټړ کوي او له دې لارې د حکومتونو په منځ کې نفوذ کوي چې یو یې اسرائیل او بل یې هم ایران دی. که په منځني ختیځ کې د اسرائیلو او شیعه ګانو مسئله حل شي په یقین سره ویلی شم چې د ایران او غرب مشکل د تل لپاره حل دی.

په یمن کې د روانې جګړې چې د ورځې په لسګونو بې ګناه انسان په کې وژل کیږی یواځنی عامل هم د ایران د اخندي رژیم د مداخلو پایله ده.

سني ائتلاف ته په کار دي چې خپله د ائتلاف کړۍ پراخه کړي او د سني مسلمانو هېوادونو په مرسته د ایران د نفوذ مخه ونیسي او حتی په ایران کې د سني اقلیت د حق غوښتونکي شي. بل دا چې د ایران د ضعف ټکي په خپله ګټه وکاروي چې هغه د ضعف ټکي عبارت دي له :

اول په عقیدوي لحاظ د زیدیه شیعه ګانو نږدیږوالی له سنیانو سره دې ته زمینه برابروي چې دا خلک په سنیانو کي جذب شي، لکه په ۱۹۷۱ کال کې د سوریې پخوانۍ ولسمشر حافظ اسد چې اصلاً د نصیري علويانو له ډلې څخه و، د موسي صدر په فتوا په شیعه مذهب کې شامل شو چې په دغه کار سره صدر د سوریې په نظام کي ځای پیدا کړ چې بیا صدر د اسد او ایراني رهبرانو ترمنځ د پل حیثیت غوره کړ. دویم د داعش ملاتړ د ایران د ملاپه تیر ګذار دی او درېیم دا چې په منځني ختیځ کی د سني هېوادونو تقویه دا شته توازن له منځه وړي چې دا کار د سني ایتلاف په ګټه تمامېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *