له چپې خوا نه ارشدحسین، بشارت حسین او بنارس حسین

تاند – د برتانیا د ساوت یورکشایر په رودرم ښار کې د څلورو ورونو په شمول ۸ پاکستانیانو ته په ماشومو نجونو د جنسي تېري له امله د اوږده بند سزا واورول شوه.‌

د برتانیا ډیلی میل ورځپاڼه لیکي چې ساګرحسین د هغو ۴ پاکستاني ورونو له ډلې څخه وروستی ورور وو چې تېره ورځ په ۱۹ کاله بند محکوم شو.‌ ورځپاڼه لیکی چې د هغه درې نور ورونه ارشدحسین، بشارت حسین او بنارس حسین د روان کال په اوایلو کې د ورته جرمونو له امله محکوم شوي ول.‌

ساګرحسین
ساګرحسین

ډیلی میل د ساګر له خولې لیکي چې،‌ «ټولې سپینې نجونې یوازې د سېکس لپاره ښې دي.»‌

په هغې محاکمه کې چې د ساګرحسین په هکله یې فیصله وکړه د جنسي عمل د یوې ۱۴ کلنې قربانی شوې نجلۍ وکیل د هغې په استازیتوب محکمې ته وویل، «ما یو خوشحاله ژوند درلود،‌ هېڅ ته مې پام نه وو، مکتب ته به تللم،‌ او په مکتب کې بریالۍ وم،‌ خو هغه څه چې ما له لاسه ورکړل هغه بېرته نشم ترلاسه کولی. اوس زما لپاره ژوند هېڅ معنی نه لري.»

ډیلي میل لیکي چې په وروستۍ استماعیه کې دا هم واورول شول چې د حسین ورونو د عملونو یوې قرباني نجلۍ په ۲۰۰۳ کال کې پولیسو ته مراجعه کړې وه او خپل حال یې ورسره شریک کړی وو خو دا چې دغه پاکستاني ورونو هغې ته اخطار ورکړی وو چې د هغې په مور به تېری وکړي او کور ته به یې اور ورواچوي له دې امله د هغې کورنۍ په هغوی لګول شوي تورونه بېرته اخیستي ول.‌

اشتیاق خالق
اشتیاق خالق

ویل کیږي چې کورنۍ هغه نجلۍ له ښوونځي څخه اېستلې او هسپانیا ته کډه شوي ول.‌

د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼه لیکي چې دغو نارینه وو د جنسي عمل پر وخت د نجونو په مقابل کې له وحشیانه چلند څخه کار اخیستی وو او تر دې چې یوه نجلۍ یې په ۵ کسانو بې آبه کړې وه.‌

ورځپاڼه لیکي چې ساګرحسین د ماشومو نجونو په جذبولو کې مهم رول درلود او په چل او هنر به یې ورجلبولې چې وروسته به یې د خپل او خپلو ملګرو د وحشیانه هوس ښکار ګرځولې چې محکمې د ۱۹ کاله قید سزا ورته واوروله.

ارشدحسین، بشارت حسین او بنارس حسین ته د روان کال په اپریل کې په ترتیب سره د ۳۵ کاله،‌ ۲۵کاله او ۱۹ کاله قید سزا اورول شوې وه.‌

له چپې خوا نه آصف علي او مسعود ملک
له چپې خوا نه آصف علي او مسعود ملک

ویل کیږي چې د څلورو حسین ورونو تر څنګ د تېرې ورځې په محاکمه کې څلورو نورو پاکستانی الاصله انګرېزانواشتیاق خالق ته د ۱۷ کاله،‌ ولید علي ته د ۱۳ کاله، آصف علي ته د ۱۲ کاله او مسعود ملک ته د ۱۵ کاله قید سزا واورول شوه.‌ همدارنګه د دوی یوه بل ملګري او د ورته عمل همکار محمد وحید ته د ۵ کاله قید سزا واورول شوه.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *