تاریخ: 13 جدی 1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس په پکتیا کې د ځدراڼو قوم د ایخېلو او سروه خېلو د ولسونو ترمنځ د شخړې هوارولو لپاره یو باصلاحیته پلاوي وټاکه او د دې ستونزې د اساسي حل غوښتنه یې ترې وکړه.

څه وخت وړاندې د اېخېلو او سروه خېلو قومي مشرانو له اجرائيه رئيس څخه په جلا جلا ناستو کې د یادې ستونزې د حل غوښتنه کړې وه.

د دواړو قومونو ترمنځ د یوه غره پر سر له څو لسیزو راهیسې شخړه روانه ده، چې له تېرو شپږو میاشتو د دواړو لوریو ترمنځ وسله والې نښتې زور اخیستی و. اوس دواړه قومونه یوه بل ته په مورچلو کې ناست دي.

اجرائیه رئيس له دواړو قومونو څخه د ارامۍ غوښتنه کړې وه او ژمنه یې کړې وه، چې ډېر ژر به دې مسالې ته د حل یوه لاره پيدا کوي. سره له دې چې ولسمشر د دې ستونزې د حل لپاره یوه پلاوي ته دنده ورکړې وه؛ خو دغه پلاوی د یادې ستونزې په اساسي حل ونه توانېده.

نن اجرائيه رئيس د ولسمشر د سلاکار قمر الدین شینواري په مشرۍ او د اجرائيه رياست د سلاکارانو بخت محمد ځدراڼ او حاجي میرزا علي او د ولسمشر د یوشمېر سلاکارانو په ګډون یوه پلاوی ته دنده وسپارله، چې پکتیا ولایت ته سفر وکړي، د دې ستونزې د اساسي حل لپاره لاره ولټوي.

اجرائيه رئيس پلاوی ته دنده وسپارله چې په لومړي پړاو کې د دواړو قومونو ترمنځ د جګړې مخنیوی وکړي او له هغې وروستې د ستونزې د اساسي حل لپاره د ټولو ښکېلو خواوو سره خبرې وکړي، پخوانۍ پرېکړې چې د حکومت او قومي جرګو له مخې شوي، مطالعه کړي او له ارزونې وروسته یې له ټولو ښکېلو اړخونو سره خبرې وکړې.

اجرائيه رئيس وویل، چې دواړه لوري، سولې او خبرو ته لېواله دي او له پلاوي یې وغوښتل چې په ټول صلاحیت سره په قضیه ښه ځان پوه او له هغې وروسته خپل وړاندیزونه له اجرائيه ریاست ته وړاندې کړي. اجرا

پلاوي ژمنه وکړه، چې په ټول توان سره په رښتینوالۍ او بې پرې ډول سره د دې ستونزې د اساسي حل لپاره هڅې کوي.

نن یاد پلاوي، په سپېدار ماڼۍ کې د سروه خېلو او ایخېلو له قومي استازو سره هم ولیدل او د ستونزې په اړه یې د هغوی نظریات وپوښتل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *