د خصوصي سکتور د ودې اجرایوي کمېټې نن سهار خپله ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئيس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له لوري د سوداګرۍ په ملي پالیسۍ بحث وشو او ټولو غړو د خپلو نظرونو له اظهارولو وروسته پرېکړه وشوه، چې په دغه سند دې په وزیرانو شورا کې بحث وشي او بیا دې د کابینې له لوري تایید شي.

د یاد وزارت چارواکیو وویل، چې په دې ملي سند باندې د نړیوالو او کورنیو اړونده چارواکیو نظرونه اخیستل شوي او په جامع توګه چمتو شوی دی.

د غونډې د اجنډا له مخې د اوبو او برېښنا وزارت د انرژي د خدماتو د تنظیم ادارې په اړه د جوړ شوي متن جلسې ته وړاندې کړ او ویې ویل، چې په لنډ مهال کې دغه اداره د دولت له بودیجې څخه تمویلېږي او له هغې وروسته به یاده اداره په خپلواکه توګه خپل لګښت په خپله برابروي او د انرژي خدماتو د خصوصي شکتونو لپاره به جواز هم برابروي.

د غونډې حاضرینو دغه سند تصویب کړ او اجرائيه رئیس هدایت ورکړ، چې هر څه ژر دې دغه سند عدلیې وزارت ته واستول شي.

دغه راز د افغانستان بانک او د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولانو د دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو د تفاهمپاڼې په اړه ګزارش وړاندې کړ او ویې ویل، چې افغانستان بانک د دې تفاهمپاڼې لاسلیک ته چمتو دی، خو دا چې د افغانستان برېښنا شرکت د رئيسه بورد ناسته نه ده شوې د دې تفاهمپاڼې لاسلیک ځنډېدلی دی.

د هېواد اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هدایت ورکړ، چې سه شنبه دې د افغانستان برېشنا شرکت د رئيسه پلاوي ناسته ترسره او د دې تفاهمپاڼې لاسلیک ته دې زمینه برابره شي.

د دې ترڅنګ مالیې وزارت د خصوصي سکتور د ودې لپاره د لومړیتوبونو د سند په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه سند هم چمتو شوی خو د قیمت ګذارۍ مساله یې پاتې ده.

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې هر څه ژر دې د قیمت ګذارۍ مساله هم حل شي او دا سند دې د کابینې ناستې ته د تایید لپاره وړاندې شي.

هغه وویل، چې د جینوا کنفرانس لپاره باید ټول چمتووالی په وخت او همغږي ډول ترسره شي څو افغانستان خپل ملي سند په ښه توګه ارایه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *