اجرائيه رئيس د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره د یومف سویس پوهنتون د تحصیلي اسنادو د ستونزې په اړه خبرې وکړې

تاریخ: 7 جدی 1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره د اسلامي ثقافت د مضمون او هم په کابل کې د یومف سویس پوهنتون د تحصیلي اسنادو د ستونزې په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې لومړی د لوړو زده کړو وزارت د اسلامي ثقافت د څېړنې د کمېسیون مشر پوهاند حمیدالله امین او هم د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئيس دکتور عبدالبصیر بصیرت وضاحت ورکړ او ویې ویل، چې د وزارت له لوري یوه ټاکل شوې کمېټېه د اسلامي ثقافت د مضون د تعدیل په اړه کار کوی.

اجرائيه رئيس په دې اړه د یوشمېر استادانو او نورو هېوادوالو اندېښنې په ډاګه کړې او هدایت یې ورکړ، چې هر څه ژر په دې اړه د وزارت له اصولو سره سم اقدامات وشي.

دغه راز د ناستې په دویمه برخه کې په کابل کې د یومف سویس پوهنتون د تحصیلي اسنادو ستونزه وڅېړل شوه. د لوړو زده کړو وزارت چارواکیو ویل، چې دغه پوهنتون د سویس په کانټون کې راجستر دی؛ خو اسناد یې هېچرې د منلو او تایید وړ نه دي. هغوی وویل، چې د یومف سویس پوهنتون لوګو او نور باطل دي او هم په افغانستان کې نشي کولای، چې د خصوصي پوهنتون په څېر فعالیت وکړي؛ ځکه نه یې د یوې نمایندګۍ اصول پر ځای کړي او نه یې د یوې خصوصي موسسې په توګه راجستر کړی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړو زده کړو وزارت ته هدایت ورکړ، چې د اصولو او قوانینو په رڼا کې په افغانستان کې د یومف سویس پوهنتون سره اجراات وکړي او اجازه ورنکړي؛ چې د ځينو هېوادوالو تحصیلي فرصتونه ضایع شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *