تاریخ: 25 میزان 1395
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې د کندوز له لسګونه استازو سره ولیدل. په دې ناسته کې چې د کندوز د بېلابېلو قومونو استازو، قومي مشرانو، مجاهدینو، ښځو او ځوانانو په کې برخه اخیستې وه، د کندوز استازو خپلې ستونزې اجرائيه رئيس ته واورولې.
د کندوز استازو او مخورو د بې ځایه شویو کندوزیانو د بد وضعیت، د کندوز د سقوط، وژنو او د کندوزیانو د هستیو د تالا کېدو په اړه اجرائيه رئيس ته وویل او غوښتنه یې وکړه، چې په کندوز کې دې امنیت تامین شي. هغوی نیوکه وکړه، چې له تېر کال را په دېخوا چې کندوز سقوط شو، حکومت د اساسي اصلاحاتو او د امنیت د تامین ژمنې ورکړې وې؛ خو دغه ژمنې عملي نشوې.
هغوی دغه راز په کندوز کې د برېښنا او اوبو د بیو له کمېدو، کرنیزو ستونزو د حل او په اوسنۍ ادره کې د بنسټيزو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د کندوز په جګړو کې شهیدانو شویو ته دعا وکړه، ټپيان ته یې د بېړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
هغه وویل، چې په کندوز کې د امنیت تامین او په دې برخه کې د خلکو د اندېښنو لرې کول یې لومړیتوب دی او دا ځل به په ملي امنیت شورا کې په دې اړه اساسي بحثونه وکړي.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، چې د کندوز د سقوط مساله قومي بعد نه لري او هم یې په سقوط کې توطیه نه ده شوې، چې په زوره دغه ولایت وسله والو ته سپارل شوی وي؛ خو په چارو کې کمی او کاستی شتون لري.
ډاکټر عبدالله وویل: د کندوز په سقوط کې لومړی ملامت موږ یو. دا ستاسو حق دی، چې د امنیت تامین مو وکړو او تاسو بیا اواره نشئ، ژوند مو له ګواښ سره مخ نشي او بچیان مو ونه وژل شي. خو ډاډ درکوم، چې د کندوز د امنیت د تامین لپاره به اساسي بحثونه کېږي.
د نوموړي په وینا، د کندوزیانو په ټولو وړاندیزونو به په امنیت شورا، کابینې او وزیرانو شورا په ناستو کې بحثونه وکړي او د حکومت تر وسې به اقدامات وکړي.
اجرائيه رئيس وویل، چې د کندوز په اړه به څېړنې دوام کوي او بې ځایه شویو کسانو ته به رسیدګي کېږي.