د علماوو سرتاسري شورا: ګاونډيان هڅه کوي چې تحمیل شوې جګړې ته مشروعیت پيدا کړي

تاریخ: 18 قوس 1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئیس او د علماوو د سرتاسري شورا د رئيس په ګډون په سپېدار ماڼۍ کې د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی ص له مبارک میلاد نمانځنه وشوه.

په دې مراسمو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ټول اسلامي ملت ته د نبي کریم ص د مبارک میلاد مبارکي ورکړه او ویې ویل: میلاد نبی ص د ظلم او عدالت او د رڼا او تیارو ترمنځ د عطف ټکی و، چې نړۍ یې له جهالت وژغورله.

اجرائيه رئيس وویل، چې د میلاد نبي پیغام په سوله کې ګډ ژوند او د بشر د سعادت پيغام دی او د دې پیغام ترویج د ټولو مسلمانانو نده ده.

اجرائيه رئیس وویل، چې افغانستان اوس هم د یوه یرغل پر وړاندې له ځانه دفاع کوي او هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه د دښمن بریدونو ته سينه سپر ګرځوي. هغه له مخالفانو وغوښتل چې د اسلامي حزب څېر له جګړې لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.

هغه وویل: ټول هغه کسان چې جګړه غواړي په پای کې به وپوهېږي او یا به اوس هم پوهېدلي وي، چې له خبرو اترو پرته بله لار نشته، په جګړه کې به وژل کېږي.

دغه راز د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف خبرې وکړې او د سرور کاینات حضرت محمد ص په مبارک سیرت یې خبرې وکړې. هغه په روانې جګړې، وژنو، غصب، غلا، اداري فساد او نورو ستونزو نیوکې وکړې او له حکومته یې وغوښتل، چې د دې پدیدو مخه ونیسي.

د مبارک میلاد په مناسبت د افغانستان د علماوو د شورا پيغام قاضي سلېمان حامد ولوست. د افغانستان د علماوو شورا په افغانستان کې روانه جګړه تحمیلي وبلله او هغه یې وغندله او له مخالفانو یې وغوښتل، چې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او د سولې لار غوره کړي.

په پيغام کې راغلي وو: روانه جګړه مسلمانان وژني، دیني مرکزونه او عامه تاسیسات ورانوي. په عین حال کې یوشمېر ګاونډيان په بې شرمانه لاسوهنو سره غواړي چې روانې جګړې ته مشروعیت پيدا کړي او افغانان ووژل شي. نو اړتیا ده چې مخالفان د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي.

د علماوو شورا له افغانانو د یووالي، ورورګلوۍ او ګډ سوله ییز ژوند غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې مېرمنې د اسلامي احکامو له مخې په ټولنه کې له خاص او ځانګړي درنښت نه برخمن دي، له دې امله ټول افغانان او مسلمانان ښځو ته درنښت وکړي، پر وړاندې یې له تاوتریخوالي لاس واخلي او په ټولنه کې د ښځینه او نارینه وو د برابرۍ اصل رعایت کړي.

د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا په میدان وردګو ولایت کې د مخالفانو له لوري د پولیتخنیک پوهنتون د یوه محصل په دار ځړول وغندل او هغه یې له اسلام سره ټکر عمل وباله او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل، چې عاملین یې په سزا ورسوي.

د علماوو د سرتاسري شورا په پيغام کې د ژمي په مناسبت د لومړنیو توکیو د بیو په لوړېدو هم نیوکه وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې دې مسالې ته پاملرنه وکړي، ځکه چې عام افغانان د لوړو بیو وس لري او احتکار کوونکي په سزا ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *