تاریخ: 19 سرطان 1396
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس د هغې افغان مېرمنې د هڅو ستاینه وکړه، چې په یوازې سر یې په ټولې نړۍ د پرواز کولو هوډ کړی او دمګړۍ کابل ته را رسېدلې ده.
ښایسته واعظ له امریکا څخه پرواز پيل کړی او غواړي چې په ټولې نړۍ یوازې وګرځي او په دې توګه د لومړي ځل لپاره دا ریکارډ د افغانې نجلۍ په نوم ثبت کړي.
په اجرائيه ریاست کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې دا یو ستر کار و، چې واعظ ترسره کړ او ویاړ یې ټولو افغانانو ته وګرځي. هغه د دې بریا له امله ښایسته واعظ، کورنی او ټولو افغانانو ته مبارکي وویله او ویې ویل، د نوموړې دا تاریخي اقدام له دې امله هم د اهمیت وړ دی، چې د افغاني هویت په حفظ سره یې اقدام کړی دی.
د اجرائيه رئيس په وینا، د لسګونه زره کسانو په منځ کې چې ډېرې اسانتیاوې ورته برابرې دي یوې افغانې مېرمنې دا ستر ګام پورته کړ او خپل ریکارډ یې ثبت کړ.
اجرائيه رئيس وویل: ستاسو دا خاطره او ویاړ به د نسلونو لپاره کیسه وي. ستاسو دا هوډ به د نورو ځوانانو لپاره د پياوړې ارادې او بریا ښه درس وي. په افغانستان کې ستاسو خویندې او ورونه هم یو سخت مزل لنډوي. څلور لسیزې جګړې، نا امني، محرومیتونه او نورې ناخوالې چې خلکو زغملي یوه سخته لار وه.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، ټول افغانان په هره کچه چې وي د افغانستان د ژغورنې، زوغونتیا او ثبات لپاره هڅې کوي او ستاسو کار هم د افغانستان لپاره د اهمیت وړ دی، ځکه تاسو د خپلو خلکو په غم کې هم یاست، په ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې.
د هغه په وینا، چې د ښایسته واعظ احساس د ستایلو دی، تل د خپلو خلکو په اړه فکر کوي او افغانان به هم د دوی په کورنۍ او تاریخي اقدام ویاړ وکړي.
اجرائيه رئیس هېواد ته د فوټبال د کم عمره لوبغاړو د راتګ هرکلی هم وکړ او ویې ویل، چې دغه لوبغاړي د سوېلي اسیا د اتلولۍ له خپلولو وروسته هېواد ته راستانه شول.
ښایسته واعظ په خپلو خبرو کې له اجرائيه رئيس نه د مننې ترڅنګ وویل، چې تل یې د افغانانو په اړه فکر کړی او په دې هڅه کې ده، چې نړۍ ته د افغان مېرمنو د شهامت کیسې ور ورسوي. هغه وايي، له دې لارې غواړي چې نړۍ ته وښيي چې افغانان هم په هر ډګر کې لوبېدلای شي.
په پای کې اجرائيه رئیس ښایسته واعظ ته د ستاینې تندیس هم ورکړ او هغې ته یې په خپلو چارو کې د بریا هیله وکړه.