تاریخ: 7 جدی 1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د پکتیکا له یوشمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره ولیدل. په دې ناسته کې لومړی د پکتیا قومي مشرانو په هغه ولایت کې له شته ستونزو یادونه وکړه او له اجرائیه رئيس یې وغوښتل، چې د حل لارې ورته ولټوي.

په پکتیکا کې د یوې مجهز روغتون او په ولسوالیو کې د کلینیکونو نشتوالی، د مسلکي ډاکټرانو کمښت، د ښوونځيو او په ځانګړي ډول د لېسو، مسلکي ښوونکیو او دیني مدرسو نشتون، د سړکونو خرابوالی، بېکاري او هغه ولایت کې د پراختیايي پروژو نه پلي کول د پکتیکاوالو اصلي ستونزې وې.

هغوی غوښتنه وکړه، چې په دولتي ادارو کې دې د پکتیکا له کدرونو استفاده وشي او هم دې په دې ولایت کې د برېښنا لپاره مساعد بندونه جوړ شي. د پکتیکا اوسېدونکیو وویل، چې په دې ولایت کې د ولسونو په ملاتړ ښه امنیت رامنځته شوی او د هر ډول پروژې پلي کېدو ته زمینه برابره ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، حکومت د ټولنیز عدالت تامین ته ژمن دی او کار کوي، چې په محرومو ولایاتو کې د پراختیايي پروژو په پلي کولو سره متوازن انکشاف رامنځته کړي.

اجرائيه رئيس وویل، ډېر ژر به له اړوندو سکتوري وزارتونو سره یوه ګډه ناسته وکړي او د لویې پکتیا په اړه به د ټولو پروژو ارزونه وکړي، څو ډېر ژر په دغه ولایت کې شته پروژې پلې او د نورو پروژو لپاره زمینه برابره شي. اجرائیه رئيس ډاډ ورکړ، چې د برېښنا د کوچنیو بندونو لپاره به ډېر ژر اقدامات عملي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *