خبرپاڼه
تاریخ: 2 ثور ۱۳۹4
کابل افغانستان – د افغانستان د اسلامي جمهوری اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په هیواد کي د بهرنیو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جان ایف کمبل سره وکتل.
ښاغلي کمبل د هیواد اجرائیه رئیس ته د وروستیو امنیتي تحولاتو او پيښو په اړه مفصل معلومات ور کړل او په اړینو برخو کي یې ورته پېشنهاد سوي نقاط یاد کړل.
هغه وویل، چي افغان امنیتي ځواکونو دا توانایي تر لاسه کړې، څو په یوازي ځان د هیواد په ګوټ ګوټ کي د مخالفینو مخه ونیسي، خو زیاته یې کړه، چي له له دې قوت څخه د پر ځای استفادې لپاره د ښې رهبرۍ شتون اساسي اړتیا ده.
نوموړي همداراز وویل، چي د افغان ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ د همږغۍ بهتري کولای سي د مخالفینو لخوا پلان سوي بریدونه هدف ته له رسېدو مخکي شنډ کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنيو ځواکونو له عمومي قومندان سره په ننۍ مجلس کي د ملي امنیتي ځواکونو هغه پرمختګونه، چي په سویلي او مرکزي ولایتونو کي یې د مخالفینو پر ضد کړي وستایل.
نوموړي وویل، چي افغان ځواکونه به له دې وروسته د مخالفینو پر ضد په لویه کچه محاربوي عملیات پلانوي او د هغوی پټن ځایونه به له منځه وړي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه، چي امنیتي ځواکونه مسؤلیت لري، څو ددې خاوري د فرد فرد ساتنه وکړي او ددې کار د اجرا لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.
هغه د مسلحو قواوو په لیکو کي د اینجنري ټیمونو زیاتوب او ترڅنګ یې د هماهنګۍ مراکزو تقویت له هغو چارو یاد کړل، چي د امنیت له ښه والي او ملکي مرګ ژوبلي د کمښت سره مرسته کوي.
د هیواد د اجرائیه رئیس او بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان ترمنځ په ننۍ جلسه کي د هیواد په سطحه پر یو لړ نورو امنیتي او دفاعي موضوعاتو هم بحث وسو.