تاریخ: 19  اسد 1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.

په دې ناسته کې د شینوارو ولسونو خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او ویې ویل، چې د شینوارو بدې ورځې ته دې پاملرنه وشي.

هغوی ویل، چې دمګړۍ په شینوارو کې پيل شوي عملیات بریالي دي او غوښتنه یې وکړه، چې دا عملیات دې تر هغې دوام وکړي، چې ټوله سیمه له وسله والو مخالفانو پاکه شوې نه وي.

د شینوارو ولسونو همدارنګه له اجرائیه رئيس نه وغوښتل، چې د شینوارو په نوم د منظور شویو زرو تنو سیمه ییزو پولیسو پوښتنه او پلټنه وکړي، ځکه دغه پولیس د شینوارو ولسونو ته نه دي ورکړل شوي، بلکې په دې نوم ایستل کېدونکې پيسې د خاصو کسانو جېبونو ته ځي، چې د شینوارو له امنیتي وضعیت سره مرسته نه کوي.

دوی دغه راز د شینوارو په ولسوالیو کې د خپلو سیمه ییزو ولسوالانو او امنیه قوماندانانو په ټاکلو هم ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له کابله یوشمېر کړۍ په شینوارو کې لاسوهنه کوي، ترمنځ یې نفاق رامنځته کوي او جګړه یې ترمنځ خوروي. د شینوارو ولسونو ډاډ ورکړ، چې دوی ټول یو موټی دي او د هرې ولسوالۍ لپاره باید ۳۰۰ تنه سیمه ییز پولیس منظور شي. هغوی نیوکه وکړه، چې یوې ولسوالۍ ته پام او د بلې له پامه غورځېدل ستونزې ډېروي. دوی همدارنګه د سپین غر ولسوالۍ د رسمي کېدو غوښتنه هم وکړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس ډاډ ورکړ د سپین غر ولسوالۍ د رسمي کېدو چارې د شینوارو له لومړنۍ ناستې وروسته پيل شوي او د امنیت شورا په راتلونکې ناسته کې به وروستي شي. هغه ډاډ ورکړ، چې پیل شوي عملیات به تر پایه کېږي او تر هغې چې ټوله سیمه له وسله والو پاکه شوې نه وي، هیڅوک دې په دې اړه اندېښنه نه لري، چې دا عملیات به د تېر په څېر خپل کار نیم پرېږدي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د شینوارو په ټولو وړاندیزونو به غور وکړي او د سیمه ییزو پولیسو منظوري او څېړنه به یې جدي ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *