خبرپاڼه

تاریخ: 3 جدی ۱۳۹۳

کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر کي د هیواد د صحی سکتور له دولتي او غیر دولتي مسؤلینو سره وکتل.

د صحي سکتور د مختلفو انجمنونو او اداراتو استازو له اجرائیه رئیس سره په ننۍ لیدنه کي د هیواد په سطحه د روغتیا په برخه کي پر لاسته راوړنو او ستونزو بحث وکړی او هغه ته یې هر اړخیز معلومات ورکړل.

دغو ډاکټرانو وویل، چي په تیرو دیارلسو کلونو کي د سته امکاناتو څخه په سمه توګه ګټه نه ده پورته سوې او لا هم د لویو او عمده روغتیايي ستونزو په مقابل کي هومره، چي ښايي کار نه دی سوی.

هغوی له اجرائیه رئیس څخه غوښتنه وکړه، چي دې سکتور ته توجه زیاته کړي او داسي شخص د نوي وزیر په توګه معرفي کړی، چي له کافی تجربې او مسلکیتوب څخه برخمن واوسي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د هیواد په حساسو شرایطو کي د ډاکټر صاحبانو له خدماتو، کارونو او فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او دوی یې په دې برخه کي نور کار او هڅو ته راوبلل.

هغه وویل، چي د تیرو دیارلسو کلونو په اوږدو کي د روغتیا برخي لاسته راوړني د یادوني او ستایني وړ دي، ولي ضروري وه، چي نور کار هم سوی وای، څو د مور او ماشوم د مړیني ګراف د راټیټیدو ترڅنګ په نورو اړوندو برخو کي هم کارونو صورت نیولی وای.

نوموړي په افغانستان کي د روغتیایي سکتور د غنا لپاره د خصوصي سکتور ونډه او فعالیت اساسي وباله او زیاته یې کړه، چي په دې برخه کي باید توجه زیاته سي.

اجرائیه رئیس د صحي سکتور له مسؤلینو سره په ننۍ جلسه کي هغوی ته ډاډ ورکړ، چي د نوي کابېنې لپاره د وزیر په توګه ټاکل کېدونکی شخص به مسلکي، کارپوه، مدیر او په روغتیایي برخه کي د کافي تجربې خاوند وي، څو په صحي برخه کي خدمات ښه سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *