تاریخ: ۲۵ قوس ۱۳۹۳
کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کي د امریکا د متحدو ایالاتو کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې له غړو سره وکتل.
په دغه لیدنه کي، چي نن ماپښين وسوه د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړو ترڅنګ د عدلي او له تروریزم سره د مبارزې کمېټې غړي هم شامل ول.
د کانګریس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي ډانا روهرابکر له افغان اجرائیه رئیس سره په ننۍ لیدنه کي د ملي یووالي د حکومت جوړېدنه د افغان سیاست د پوخوالي نښه وبلل او له دغه حکومت سره ګډ کار کول یې د خپل هیواد له لومړیتوبونو څخه یاد کړ.
نوموړي د ملي یووالي حکومت کارونه د ستایني وړ وبلل او ډاډ یې ورکړ، چي هیواد به یې هیڅ کله افغانستان هېر نکړي.
ښاغلي روهرابکر له ټروریزم سر په مبارزه کي سیمه ییزي همکارۍ شرط وګڼلې او په دې برخه کي یې د شاملو هیوادونو رښتینې مرسته له مشکل څخه د راوتلو اساسي لاره وبلل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کانګریس له غړو سره په مجلس کي له هغو مرستو او همکاریو مننه وکړه، چي د امریکا خلکو او حکومت په افغانستان کي له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ژوند سطحي د ښه کولو په برخه کي کړي دي.
نوموړي وویل، چي راتلونکي دوه کلونه د افغانستان لپاره اساسي اهمیت لري، ځکه افغان ځواکونه د ټولو امنیتي چارو مسؤلیت اخلي او ترڅنګ یې نوی حکومت له خلکو سره د کړیو ژمنو پوره کولو ته اوږه ورکوي.
هغه زیاته کړه، چي د ملي یووالي حکومت له تروریزم او افراطیت سره مبارزې ته ژمنتیا لري، خو په دې برخه کي د نورو شاملو هیوادونو او همسایه ګانو همکاري هم شرط ده.
اجرائیه رئیس د ترهګرو سره په مبارزه کي د افغان ملي امنیتي ځواکونو سرښندني وستایلې او زیاته یې کړه، چي افغانان پر خپلو ځواکونو ډاډمن دي، خو په روزنه او تجهیز کي یې باید نړیواله ټولنه خپله ونډه ادا کړي.