تاریخ: 4 اسد 1396
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د امرکا د متحدو ایالاتونو د سفارت له سرپرست ډینس هیرن سره د هیواد د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د را روانو ټاکنو پر امادګیو خبري وکړې.
ښاغلي هیرن د هیواد اجرائیه رئیس ته د راتلونکو ټاکنو په برخه کي د نړیوالي ټولني د اړوندو مسؤلیتونو په برخه کي د لازمو امادګیو او فعالیتونو کاري راپور ورکړ.
له ټکنالوژۍ څخه د ګټي اخستني د امکاناتو چمتووالی، د مالي برخي د اړوندو بحثونو بشپړتیا او د نوم لیکني د پروسې په اړه لازمه امادګي هغه فعالیتونه ول، چي دده په وینا نړیوالي ټولني پکښي له افغان حکومت سره په ګډه کار کړی دی.
د هیواد اجرائیه رئیس وویل، چي د راتلونکو ټاکنو سرتاسریتوب، شفافیت او پر وخت کېدنه یې د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره سرې کرښي دي او په ټول توان ورته امادګي نیول کيږي.
نوموړي زیاته کړه، چي د ټاکنو د تدارکاتي مسائلو په برخو کي پرمختګونه سوي، د ټکنالوژۍ د راوړني او کدر روزني په برخو کي هم ګډ فعالیتونه جریان لري او هیله لري، چي دا پروسه په نژدې راتلونکي کي تکمیله سي.
هغه یادونه وکړه، چي د روان عیسوي کال تر پایه د رایه ورکوونکو د لستونو د کار پیل د فعالیتونو له اوسنیو پلانونو څخه دي، چي د تدارکاتي او تخنیکي موضوعاتو وروسته به عملا شروع سي.