کابل افغانستان-د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والټر شټاین مایر سره په کابل کي ولیدل.
په دغه لیدنه کي د افغانستان او جرمني د اړیکو ترڅنګ د هیواد د امنیت، سولي، وروستیو پرمختګونو او له پاکستان سره پر راتلونکو اړیکو باندي بحث وسو.

د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د جرمني د باندنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کي وویل، چي دا سفر په یوه ښه زماني موقع کي کيږي، ځکه چي دواړه هیوادونه به نن د افغانستان او جرمني ترمنځ د سیاسي او دوستۍ اړیکو د پیل سلمه کالیزه لمانځي.
هغه زیاته کړه، چي افغانان له جرمني سره د خپلو اړیکو له پیله دغه هیواد، د یوه ستراتیژیک ملګري او همکار په توګه پېژني او دا ټوله موده اړیکي مثبت لوري ته تللي دي.
نوموړي یادونه وکړه، چي په ۲۰۰۱ میلادي کال کي د بون تر کنفرانس وروسته د افغانستان په بیارغونه او ابادي کي د جرمني ونډه فوق العاده وه او افغانان یې له ټولو پوځي او ملکي همکاریو مننه کوي.
اجرائیه رئیس د افغانستان وروستیو امنیتي حالاتو ته په اشارې سره وویل، چي افغان ملي امنیتي ځواکونه د دښمن په ځپلو کي خاصه وړتیا لري، ولي باید نور هم اکمال او تجهیز سي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وړاندي وویل، چي په افغانستان کي د جنګ خاتمه د سیمه ییزو ا ونړیوالو همکارانو ملاتړ ته اړتیا لري او دې برخه کي باید یو لړ جدي اقدامات وسي.
هغه د پاکستان لخوا د صادقانه او لازمي همکارۍ نه شتون د افغانستان او پاکستان په اړیکو کي اساسي خنډ یاد کړی او هیله یې څرګنده کړه، چي دغه هیواد به د ژمنو سره سم لازم اقدامات وکړي.

د المان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر د افغانستان له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي د تیرو سلو کلونو په اوږدو کي د دوو هیوادنو د نیکو اړیکو د یادوني ترڅنګ وویل، چي افغانستان د تیرو کلونو په اوږدو کي بې ساري پرمختګ کړی او لا هم د پرمختګ په درشل کي دی.
نوموړي د جنګ په ډګر کي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوي هم وستایلې او زیاته یې کړه، چي دوی لا هم له افغانستان سره خپلو اوږدمهالو همکاریو ته ژمن دي.
ښاغلي شټان مایر د سولي خبرو او ملي پخلایني په عرصو کي د افغان حکومت د هڅو او نوښتونو ستاینه وکړه، خو وویل، چي دا هڅي باید د سیمه ییزو لوبغاړو له صادقانه همکاریو سره مخ ته ولاړي سي.
هغه د تروریزم د مخنیوي او د افغانستان د سولي په پروسه کي د پاکستان مرسته اساسي وګڼل او هیله یې څرګنده کړه، چي دغه هیواد به عملي ګامونه واخلي.
د المان د بهرنیو چارو وزیر وړاندي وویل، چي ددوی د نظامي ماموریت تر ختم وروسته به هم په ملکي او مشورتي برخو کي له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د اجرائیه رئیس او د المان د بهرنیو چارو وزیر تر منځ په ننۍ لیدنه کي د هیواد په کچه پر وروستیو امنیتي حالاتو، سیاسي وضعیت او اقتصادي وده باندي هم بحث وسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *