خبرپاڼه
تاریخ: 30 دلو ۱۳۹۳
کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کي د حکومت د لوړپوړو ویندویانو سره په لیدنه کي د هیواد په سطحه د حکومت لپاره د واحدي مطبوعاتي ستراتېژۍ د جوړولو امر وکړ.
هغه، چي پرون یې د حکومت د ملکي او نظامي برخي د لوړپوړو ویندویانو سره د مطبوعاتي ستونزو د حل په موخه لیدنه درلوده وویل، چي د مخالفینو او نورو تخریبې ډلو د منفي تبلیغاتو د مخنیوي، د رسنیو لپاره د لازمو اسانتیاوو او ضرورتونو چمتوکولو او د خلکو او دولت ترمنځ د فاصلې له منځه وړلو لپاره مهمه ده، څو د هیواد په کچه د یوې جامعې او ملي مطبوعاتي ستراتېژۍ په ایجاد سره د پیغام رسولو اساسي خطوط معلوم سي.
نوموړي ته په نني مجلس کي د نظامي او ملکي برخو مطبوعاتي مسؤلینو د پرتو ستونزو او چلنجونو په معلومات ورکړل او د لازمو اصلاحاتو د راتګ لپاره یې خپل پېشنهادونه وړاندي کړل.
د حکومت د رسنیو او عامه اړیکو د څانګو مسؤلینو په ولایتي کچه د یادو برخو د تشکیلاتو او منابعو کمښت، د لازمو اسانتیاوو نه برابرېدل او ظرفیت جوړوني لپاره لږه توجه د خپلو عمده او اساسي ستونزو په توګه یادي کړې.
هغوی له اجرائیه رئیس څخه وغوښتل، چي په لویه کچه د یادو ستونزو د حلولو او مطبوعاتي مسؤلینو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کي اړینه لارښووني وکړي.
اجرائیه رئیس د حکومتي ویندویانو تر ستونزو اورېدلو وروسته هغوی ته وویل، چي حکومت به تر خپل وسه د ټولو مواردو په حلولو کي کار وکړي او دا مسئله به د یوه لومړیتوب په توګه تعقیب کړي.
نوموړي وړاندي وويل، چي حکومت د نورو ټولو فعالیتونو ترڅنګ د مطبوعاتو په برخه کي ډېر او دقیق کار ته ضرورت لري او اړینه ده، چي دا برخه د نورو سره یو ځای چټکه وده وکړي.
هغه د اجرائیه ریاست د مطبوعاتو عمومي ریاست ته وظیفه وسپارل، څو له اړوندو اداراتو سره د واحدي مطبوعاتي ستراتېژۍ پر جوړلو کار پیل کړي او څومره ژر چي شونې وي، د حکومت د پیغام رسولو طریقې په ګوته او اساسي خطوط معلوم کړي.