تاریخ: 27 میزان 1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سعودي عربستان شاهي هیواد ته د خپل سفر په ترڅ کي نن ددغه هیواد د ماليې له وزیر ډاکټر ابراهیم العساف سره ولیدل.

په دغه لیدنه کي د افغانستان او سعودي ترمنځ تجارتي، ټرانزیټي، پانګه اچوني او بانکي برخو کي د همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتوالي خبري وسوې.

د هیواد اجرائیه رئیس د سعودي د مالیې وزیر ته وویل، چي افغانستان د پراخو طبعي منابعو او پراخي زراعتي مځکي په درلودلو سره د کرهڼي، انرژۍ او طبعي سرچینو په برخو کي د پانګه اچوني لپاره تر ټولو ښه ځای دی.

نوموړي زیاته کړه، چي افغان حکومت د خصوصي سکټور د ودي لپاره اساسي ګامونه اخستي او عربي سوداګر او پانګه وال کولای سي، له افغان سوداګرو او پانګه والو سره په ګډه او یا هم په یوازي ځان په افغانستان کي پانګونه وکړي.

هغه په دغه لیدنه کي وړاندیز وکړی، چي سعودي عربستان دي د ګلف هیوادونو سره په ګډه عربي هیوادونو ته د افغاني صادراتو ګمرکي تعارفه معاف کي.

اجرائیه رئیس همداراز یادونه وکړه، چي د سوداګرو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو او سوداګریزو اړیکو د بهبود لپاره ضروري ده، چي د دواړو هیوادونو د معتبرو بانکونو ترمنځ هم سوداګریزي اړیکي جوړي سي.

د سعودي عربستان د شاهي هیواد د ماليې وزیر ډاکټر ابراهیم العساف وویل، چي هیواد یې له افغانستان سره د تجارتي، ټرانزیټي او بانکینګ په برخو کي هر اړخیزو همکاریو ته لېوال دی.

نوموړي زیاته کړه، چي دوی به د پانګوني په برخه کي د تجارو د تشویق او د بانکونو ترمنځ د اړیکو د ایجاد لپاره کار وکړي.

هغه یادونه وکړه، چي د افغان تجارو پر اموالو د ګمرکي تعرفې د معاف مسئله باید د خلیج هیوادونو د همکاریو په شورا کي مطرح او له هغه ادرسه به یې تعقیب کړي.

ښاغلي العساف وړاندي وویل چي، افغانستان او سعودي عربستان دواړه د اسلامي پرمختیايي بانک غړي دي او سعودي به ددې بانک له لاري له افغانستان سره مالي او مالیاتي همکارۍ زیاتي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *