تاند، جمعه، د عقرب ۱۰مه: اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شانګهای همکاریو سازمان اتلسمې غونډه کې د وینا لپاره اوزبکستان ته ولاړ.
اجرائیه رياست په دې اړه تاند ته په ورکړیو معلوماتو کې ویلي، ښاغلی عبدالله به د افغانستان په استازیتوب دغې سرمشریزې ته وینا هم وکړي او په حاشیه کې به یې د روسیې، اوزبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان له لومړیو وزیرانو، د ایران د ولسمشر له لومړي مرستیال، د هند له دفاع وزیر او شانګهای سازمان له سکرتر جنرال سره هم وویني.
اجرائیه رئیس به په دغه سازمان کې د خپلې وینا پر مهال د افغانستان په سیاسي وضعیت، اقتصادي همکاریو، ګډو سیمه ییزو پانګونو، پراختیا، د ترهګرۍ ضد جګړه او نورو سیمه ییزو ستونزو باندې خبرې وکړي.
شانګها سازمان د سیمه ییزې امنیتي، اقتصادي او فرهنګي ودې لپاره په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان لخوا رامنځته شو.
هلته به هم دغنی په غیبت شروع وکړی او دحکومت څخه به ګیلې اوناخوالې به یی بیان کړی فقط چه%۵۰ونډه په حکومت کی دده نده دامتیازاتوپه وخت نیم په نیمه غواړی دمسولیت په وخت کی بیا اپزیسیون دی