خبرنامه

  تاریخ: 18 سرطان ۱۳۹۴

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار په سپېدار ماڼۍ کي د افغانستان د بیارغوني د څار د ځانګړي امریکايي بنسټ (SIGAR) له مشر جان ساپکو سره په هیواد کي د فساد پر محوه خبري وکړې.

اجرائیه رئیس د ښاغلي ساپکو سره په ننۍ جلسه کي د افغان حکومت د هغو هڅو او فعالیتونو په اړه خبري وکړې، چي حکومت د کار له پیل راهیسي د فساد په مخنیوي کي پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه، چي د تداراکاتو ملي کمېسون له دې کار سره مرسته کوي، خو په خبره یې چي حکومت وزارتونو او ولایتونو ته د نورو صلاحیتونو پر ورکړه کار کوي، څو چاري په چټکۍ سره مخته ولاړي سي.

نوموړي د نن ورځي په غونډه کي د هیواد د دفاع وزیر او لوی څارنوال د مقررۍ په اړه هم خبري وکړې او وویل، چي حکومت د یادو پوسټونو ارزښت ته په کتلو سره کار کوي، چي لازم فرصت کي مناسب اشخاص د یادو څوکیو لپاره معرفي کړي.

د افغانستان د بیارغوني د څار د ځانګړي امریکايي بنسټ (SIGAR) مشر جان ساپکو د هیواد له اجرائیه رئیس په ننۍ لیدنه کي د فساد د محوه کولو په هدف د افغان حکومت وروستۍ هڅي وستایلې او ددې ډول هڅو د دوام هیله یې وکړه.

نوموړي وویل، چي افغان حکومت په دې اړوند خاص فعالیتونه کړي، چي اساسي اهمیت لري او دوی هیله مند دي، چي له افغان حکومت سره په ګډه د امریکا د مرسته سوو پیسو د څرنګوالي په اړه شفافیت رامنځ ته کړي.

هغه زیاته کړه، د لوی څارنوال شتون د افغان حکومت او سیګار له ګډو فعالیتونو سره ، چي د فساد په مخنیوي کي یې پیل کړي بې سارې مرسته کوي او تمه لري، چي اړونده برخه کي وخت ته په پام سره لازمه توجه وسي.

ښاغلي ساپکو همداراز وویل، چي دوی به ډېر ژر له افغان حکومت سره په ګډه د فساد د مخنیوي په اړه روزنیز پروګرامونه پیل کړي، څو دا هڅي له څو ناحیو راپیل، او جدي مبارزه وسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *