تاریخ: 16 قوس 1395
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د کابل لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي تداماچي یاماموتو سره ولیدل.
په دغه لیدنه کي د هند په کوربتوب د اسیا د زړه هیوادونو د کنفرانس په اړه، چي پکښي د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه بحث وسو، خبري وسوې.
اجرائیه رئیس وویل، چي په افغانستان کي د امن او ثبات لپاره اړینه ده، چي د سیمي هیوادونه د افغان حکومت د وړاندیزونو او پلانونو مطابق لازمي همکارۍ وکړي.
هغه زیاته کړه، چي دلته ثبات د افغانستان د اقتصادي ودي ترڅنګ د سیمي د هیوادونو لپاره هم مهم اقتصادي فرصتونه ایجادوي او اړینه ده، چي د سولي پروسې په ملاتړ سره، له دې فرصتونو ګټه پورته سي.
د نن ورځي په لیدنه کي د هیواد پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات هم بحث وسو او په دې برخه کي وروستۍ لاسته راوړني د پرمختګ لور ته د مهمو اقداماتو په توګه یاد سول.
د ټاکنیز نظام اصلاح، د نوي کمېشنرانو معرفي او د ټاکنو لپاره د امادګۍ مرحله اساسي پرمختګونه وبلل سول او په نورو اړوندو برخو کي پر لازمو اقداماتو بحث وسو.