تاریخ: 10 اسد 1396

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د نورستان ولایت ته سفر وکړی او په مرکز پارون کي یې د یاد ولایت له مسؤلینو او ولسونو سره ولیدل.

د نورستان ولایت والي حافظ عبدالقیوم د قومونو او مشرانو په یاده غونده کي‌وویل،‌چي د نورستان ولایت یو لیري پروت او وروسته پاته ولایت دی چي تر دې دمه ورته د مرکزي ادارې لخوا لازمه توجه نه ده سوې.

د والي په وینا چي اتیا فیصده مکاتب یې تعمیرونه نه لري او ۷۰ فیصده معلمین یې غیر مسلکي دي چي باید ورته توجه وسي.

نوموړي وویل،‌چي خلک د نظام ملاتړي دي‌او هیچاته اجازه نه ورکوي،‌چي د نظام پر ضد کار وکړي‌او د خلکو عادي ژوند او د پرمختګ لړۍ وننګوي.

هغه یادونه وکړه،‌چي د پارون د برق بند به دوې میاشتي وروسته تکمیل سي،‌د مرکز د پنځوس بستریز روغتون کار روان دی او کلیو ته غځېدلي سړکونه د جوړېدو په حال کي دي.

ښاغلي عبدالقیوم وویل،‌چي نورستان لا هم یو متر پوخ سړک نه لري، ولي اوس د کنړ ولایت سره د ۱۰۸ کیلو متره وصلوونکي سړک قرارداد سوی،‌له مرکز سره د ولسوالیو د نښلوونکو سړکونو قراردادونه هم سوي دي‌او ډېر ژر به یې کارونه پیل سي.

د یاد ولایت د ولایتي شورا رئیس د ولسونو په استازیتوب وویل،‌چي د امنیت ترڅنګ د لارو جوړېدنه،‌د اوبو د بندونو اعمار، د معارف د وضعیت سمون او لږ تر لږه د دوو پوهنځیو ایجاد یې د اساسي غوښتنو څخه دي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکي ادارې مالي او اداري معین عبدالمالک صدیقي وویل، چي نورنسان ولایت ته یې ۵۳ میلیونه افغانۍ اختصاص کړي څو اداري واحدونه تقویه او او محلي حکومتداري پیاوړې سي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چي د ولایت مقام او یوه لوی مېلمستون لپاره د ودانیو جوړولو ته هم بودجه ولایت ته لېږل سوې،‌چي ډېر ژر به یې کار پیل سي.

د ټولګټو وزارت معین په خپلو خبرو کي وویل،‌چي له کنړ سره د نورستان ولایت د وصلونکي سړک او همداراز د مرکز پارون سره د دغه ولایت د اوو ولسوالیو د نښلوني په اړه یې فعالیتونه پیل کړي،‌چي تر دې دمه د ۴ ولسوالیو د سړکونو قراردادونه نهايي سوي او درې نور به یې هم ډېر ژر نهايي سي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د نورستان د مسؤلینو او ولسونو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدولو وروسته په وینا کي‌وویل،‌چي دغه ولایت ته د اړتیا سره سمه توجه نه ده سوې او د ملي یووالي حکومت ژمن دی، چي دې برخي‌ته توجه وکړي.

هغه د نورستان له ولسونو سره د یاد ولایت د استازي ډاکټر پروین نورستانۍ د مړیني له خاطره غم شریکي‌وکړه او دلته یې د خاوري په دفاع کي د شهیدو سوو سرتیرو روح ته دعا وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چي امنیت د نورستان ولایت د خلکو د اساسي ستونزو څخه ده او دوی به یې د لومړیتوب په توګه په مرکزي سطحه مطرح کړي.

اجرائیه رئیس یادونه وکړه،‌چي د سړکونو جوړونه، د مرکزي شفاخانې د کار تکمیلي، د اوبو بندونه رغونه او د معارف د وضعیت سمون به کابل ته له تګ سره سم په پوره جدیت سره تعقیب او عملي اقدامات به وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *