خبرپاڼه
تاریخ: 13 جوزا ۱۳۹4
کابل افغانستان – د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د پولنډ هیواد له نااستوګن سفیر توماس لوکازوک سره په کابل کي د هغه هیواد د سفارتي څانګي پر پرانستنه خبري وکړې.
اجرائیه رئیس له ښاغلي لوکازوک سره په لیدنه کي وویل، چي پولنډ سمدستي افغانستان کي سفارت نه لري او حکومت هیله لري، چي له پولنډ سره اړیکي زیاتي کړي او دا هڅه د سفارتي څانګي د ایجاد، ایجاب کوي.
نوموړي په پوځي او ملکي برخو کي د پولنډ هیواد له ټولو مرستو، چي د کلونو په اوږدو کي یې کړي مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي دا اړیکي باید راتلونکي کي هم ادامه پیدا کړي.
ډاکټر عبدالله د پولنډ غیر مقیم سفیر ته وویل، افغان حکومت هیله لري، له پولنډ سره په سوداګریزو او اقتصادي برخو کي اړیکي زیاتي کړي او ددې ټولو اهدافو تر لاسه کولو لپاره یوه دایمي نمایندګي لومړنی شرط بلل کېدای سي.
هغه زیاته کړه، افغان حکومت ژمن دی، چي نړیوالو ته د پانګه اچوني زمینه مساعده کړي او توقع لري، چي د پولنډ حکومت او تجار د افغانستان په زیربنايي پروژو کي پانګونه وکړي.
د پولنډ نااستوګن سفیر توماس لوکازوک د افغانستان له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي د هغوی د سیاسي نمایندګۍ د پرانستني په هدف د اجرائیه رئیس پېشنهاد ته لبیک ووایه او زیاته یې کړه، چي دوی به د روان کال تر پایه په کابل کي د خپلي نمایندګي د ایجاد مسایل پای ته ورسوي.
هغه زیاته کړه، هیواد به یې راتلونکي کي هم د افغانستان سره په اړوندو برخو کي همکاري کوي حکومت او به پولنډي سرمایه ګزارانو سره په افغانستان کي د پانګه اچوني مسئله مطرح کړي.
ښاغلي لوکازوک وړاندي وویل، چي افغانستان کي د دوی د محاربوي ماموریت د پایته رسېدلو سره یې په ملکي برخو کي مرستو کولو ته توجه زیاته کړې او کابل کي د یوې سیاسي نمایندګۍ په پرانسته سره به یادو مواردو ته پاملرنه نوره هم زیاته سي.