خبرپاڼه

 تاریخ: 2 حوت ۱۳۹۳

کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر کي د چاټم هاوس له غړو سره ولیدل او د هیواد پر اوسنیو شرایطو یې ورسره خبري وکړې.

چاټم هاوس “Chatham House”یو نړیوال تحقیقاتي بنسټ دی، چي له ۱۹۲۰ میلادي کال راهیسي د نړۍ پر مختلفو سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو مسایلو باندي تحقیقات او پلټني کوي او نتیجه یې له اړوندو هیوادونو، حکومتونو او خلکو سره شریکوي.

د افغانستان له اجرائیه رئیس سره په ننۍ لیدنه کي د چاټم هاوس لوړپوړي غړي مایکل کیټنګ د هغو موندنو او نتایجو په اړه معلومات ورکړل، چي د افغانستان د ملي یووالي حکومت او اوسنیو شرایطو په اړه د یادي سوي ادارې د سروې او پلټنو پر اساس تر لاسه سوي وې.

نوموړي وویل، چي د ملي یووالي حکومت جوړښت خلک خوشبین کړي او د راتلونکي لپاره یې هیلي او توقعات هم زیات سوي دي، چي دا هم ښه زیری او هم د ډېر کار کولو لپاره دقیق پیغام دی.

هغه زیاته کړه، چي دوی په خپلو سروې ګانو  او پلټنو کي موندلي، چي خلک د سیاسي ثبات، اقتصادي ودي او امنیت په اړه له حکومت څخه توقعات لري او هیله مند دي، چي د ملي یووالي حکومت به یې هیلو ته رسيدګي وکړي.

ښاغلي کیټنګ په نني مجلس کي د افغانستان وروستي حالات خوښوونکي وبلل او په دې برخه کي یې د ملي یووالي حکومت د رهبرانو هڅي د ستایني وړ وبللې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چي حکومت د کار له پیله تر اوسه د دقیقو او کارنده فعالیتونو په نتیجه کي د خلکو د اساسي غوښتنو لپاره کارونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي حکومت لا هم د بشپړیدو په حال کي دی او ګڼ شمېر نور کارونه دي، چي د خلکو له غوښتنو او توقعاتو سره ورته باید رسیدګي وسي.

هغه همداراز وویل، چي حکومت په ټولو برخو کي د خلکو سره کړیو ژمنو ته متعهد دی او د وخت په تېرېدو سره به ټولي برخي اصلاح او د ولس توقعات پوره کړي.

اجرائیه رئیس د سولي تامین، له همسایه ګانو، سیمي او نړۍ سره د اړیکو جوړول او اقتصادي پراختیا د ملي یووالي د تازه دمه حکومت د کاري لومړیتوبونو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړل، چي په نورو پاته برخو کي به هم په معین مکان او زمان کي کار وسي.

نوموړي د افغانستان د حالاتو سمون ته په اشارې سره وویل، چي دا تغیرات او اصلاحات به دوام پیدا کوي او دوی هیله لري، چي نړیواله ټولنه به د سمونونو سره سره هم دغه هیواد د خپلي توجه له محراق څخه ونه وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *