خبرپاڼه

 تاریخ: 31 حمل ۱۳۹4

کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ماځیګر د کابینې له ۱۶ وزیرانو سره، چي تېره ورځ یې له پارلمان څخه د تائید رایه تر لاسه کړه، ولیدل.

هغه د خپلو خبرو په پیل کي ټولو وزیرانو ته د ملت د استازو د اعتماد تر لاسه کولو له خاطره مبارکي وویل او هغوی ته یې د ورسپارل سوو درنو مسؤلیتونو په اړه خبري وکړې.

نوموړي د پارلمان له غړو هم مننه وکړه، چي په دومره حساس او مهم وخت کي یې د ملي ګټو د تضمین لپاره پر ځای او مناسبه پرېکړه کړې او د کابینې په تکمیل یې خپل مسؤلیت سرته رسولی دی.

اجرائیه رئیس وزیرانو ته وویل، چي د حکومت رهبري او افغان ملت ورڅخه ګڼي هیلي لري او دوی باید په ټول توان هڅه وکړي، چي د خلکو هیلو او غوښتنو ته د قانون او امکاناتو په چوکاټ کي جواب ووایي.

ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چي د افغانستان خلکو اوږده موده د کابینې لپاره انتظار کړی او ضرور ده، چي تازه بریالي سوي وزیران دومره کار وکړي، چي د همدې مودې په انتظار و ارزي او خلک حکومت ته نژدې سي.

هغه نوو وزیرانو ته په خطاب کي وویل، چي ټول سمتي، قومي، تنظیمي او سیاسي اړیکي یوې خوا ته کښېږدې او ټول په ګډه د ملي یووالي حکومت تر نامه لاندي د عامه ګټو، اتحاد او اتفاق لپاره کار وکړي.

نوموړي نوي وزیران د اصلاحاتو راوستلو ته تشویق کړل، خو هغوی یې متوجه کړل، چي هیڅ کله د اصلاحاتو په اړه له مخکي سوی قضاوت معیار ونه ټاکي، ځکه د اصلاحاتو په اړه مخکنی فکر په عمل کي له حالاتو سره توپیر لري.

په ننۍ جلسه کي افغان وزیرانو د حکومت اجرائیه رئیس ته وویل، چي دوی به د خلکو له هیلو او اعتماد سره برابر مخته ځي او په ټولو اړیکو برخو کي به د اصلاحاتو، نوښتونو او پرمختګونو لپاره کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *