خبرپاڼه
تاریخ: 3 جدی ۱۳۹۳
کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس د کندهار ولایت د لندې مېوې له سوداګرو سره ولیدل او د هغوی پر ستونزو یې ورسره خبري وکړې.
د لندي مېوې یادو تجارانو د مارکېټ او دوکانونو په برخه کي د هغو ستونزو په اړه خبري وکړې، چي په کندهار ولایت کي ورسره مخامخ ول او په دې مورد یې د حکومت د مرستي غوښتنه وکړه.
یادو سوداګرو له حکومت څخه وغوښتل، چي ددوی د ستونزو غم وخوري او محلي مسؤلینو ته هدایت وکړي، چي د امکان تر حده ورسره مرسته وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کندهار ولایت د لندې مېوې سوداګرو د ستونزو تر اورېدلو وروسته وویل، حکومت ژمن دي، چي په ټولو برخو کي د هیواد د اتباعو د ستونزو د حل لپاره کاري ګامونه پورته کړي.
اجرائیه رئیس د لندې مېوې له یادو سوداګرو سره ژمنه وکړه، چي د قانون په رڼا کي به یې د ستونزو د حل لپاره کار کيږي او حکومت به د مسؤل ارګان په توګه د خلکو د مشکلاتو د له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته کوي.
نوموړي د هماغه جلسې له منځه له اړوندو مسؤلینو سره خبري وکړې او د یادو سوداګرو د ستونزو د حل لپاره یې لازم هدایات ورکړل.